Language

“په شمال کې د بشري حقونو په اړه عامه پوهاوى زيات شوى”

مزارشريف (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸): په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په دغه زون کې د بشري حقونو په اړه عامه پوهاوی زيات شوی دی.

په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع د غبرګولي په ۲۹مه په مزارشريف ښار کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون اوولسمې کاليزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل چې نا امني يې د چارو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په شمال زون کې د بشري حقونو د مفاهيمو پر عامېدو او همداراز د بشري حقونو پر قضاياوو د څارنې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

هغه وويل، اوس ډېر خلک پوهېدلي چې بشري حقونو کمېسيون د افغانستان يو ملي بنسټ دی او په ټولو افغانانو پورې تړاو لري.

سامع وايي، دغه کمېسيون په تېرو ۱۷ کلونو کې لسګونه قضيې څېړلې او همدا راز يې پر محابسو نظارت هم زيات کړی دی.

د هغه په خبره، په لسګونه مواردو کې يې له مخکې وخته او اجباري ودونو او د ماشومانو د قاچاق مخنيوی کړی دی.

شمال کې د بشري حقونو کمېسيون رييس پژواک ته وويل چې په ۱۳۹۷ کال کې دغه کمېسيون د بشري حقونو د نقض ۱۵۶ قضيې رسېدلي دي.

 نوموړی وايي چې په شمال زون کې د بشري حقونو په اړه عامه پوهای هم زيات شوی دی.

د سامع په وينا، د فعاليت په ساحه کې يې تر ټولو لويه ستونزه د نا امنيو موجوديت دی.

login or register a new account.