منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۴ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په شمال کې د بشري حقونو په اړه عامه پوهاوى زيات شوى”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۹ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۹۸): په شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې په دغه زون کې د بشري حقونو په اړه عامه پوهاوی زيات شوی دی.

په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع د غبرګولي په ۲۹مه په مزارشريف ښار کې د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون اوولسمې کاليزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وويل چې نا امني يې د چارو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ دی.

نوموړي زياته کړه چې په تېرو ۱۷ کلونو کې په شمال زون کې د بشري حقونو د مفاهيمو پر عامېدو او همداراز د بشري حقونو پر قضاياوو د څارنې په برخه کې پرمختګونه شوي دي.

هغه وويل، اوس ډېر خلک پوهېدلي چې بشري حقونو کمېسيون د افغانستان يو ملي بنسټ دی او په ټولو افغانانو پورې تړاو لري.

سامع وايي، دغه کمېسيون په تېرو ۱۷ کلونو کې لسګونه قضيې څېړلې او همدا راز يې پر محابسو نظارت هم زيات کړی دی.

د هغه په خبره، په لسګونه مواردو کې يې له مخکې وخته او اجباري ودونو او د ماشومانو د قاچاق مخنيوی کړی دی.

شمال کې د بشري حقونو کمېسيون رييس پژواک ته وويل چې په ۱۳۹۷ کال کې دغه کمېسيون د بشري حقونو د نقض ۱۵۶ قضيې رسېدلي دي.

 نوموړی وايي چې په شمال زون کې د بشري حقونو په اړه عامه پوهای هم زيات شوی دی.

د سامع په وينا، د فعاليت په ساحه کې يې تر ټولو لويه ستونزه د نا امنيو موجوديت دی.

هغه وويل چې د نا امنيو له امله له خپلو کورونو او سيمو د خلکو بېځايه کېدل د دې سبب شوي چې بشري حقونه ورسره نقض شي.

له قانون څخه ناخبري، اداري فساد، د خلکو د تعليم د کچې ټيټوالی او په ټوله کې فقر هغه موارد دي، چې د سامع په خبره شمال زون کې د بشري حقونو د تر پښو لاندې کېدو لامل ګرځي.

د جوزجان ولايت مدني فعال علي شېر انتظار پژواک ته وويل، چې لا يې هم په سيمه کې د بشري حقونو د نقض پېښې له هغو شمېرو څخه ډېرې زياتې دي، چې په رسمي ډول د بشري حقونو کمېسيون ته راجع کېږي.

نوموړی وايي چې د بشري حقونو له سرغړوونکو سره د اړونده دولتي ادارو ناسم چلند هم د بشري حقونو د نقض د زياتوالي لامل شوی دی.

هغه زياتوي چې د بشري حقونو د وضعيت ښه کېدو په موخه بايد لومړی له روانو نا امنيو سره مبارزه وشي.

د هغه په وينا، حکومت بايد په جوزجان ولايت کې له هغو عواملو سره جدي مبارزه وکړي چې له امله يې نا امني زياته شوې ده.

د سمنګان مدني فعال احمد فهيم سالک وايي چې په دغه ولايت کې هم په وروستيو کلونو کې د نا امنيو په زياتېدو سره د بشري حقونو پر وړاندې ګواښونه زيات شوي دي.

هغه وايي چې په دغه ولايت کې له ښځو سره د تاوتريخوالي قضيې زياتې دي چې په وينا يې دا خپله د بشري حقونو د نقض يوه بېلګه ده.

نوموړی زياتوي چې له شته ستونزو سره د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مبارزه هم تر ډېره خلکو ته د منلو ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه