کندهار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې د ۲۰ کشمش خونو، د شاتو مچیو د ۵۰ فارمونو او یوه کانال جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دغو پروژو له پلي کولو یې موخه د کرنې او مالدارۍ وده او په دغو برخو کې خلکو ته روزګار موندل دي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په پنجوايي ولسوالۍ کې کروندګرو ته د ۲۰ کشمش خونو جوړولو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه کشمش خونې د IOM مرستندویه ادارې په مالي ملاتړ جوړېږي چې د ۳ میاشتو په موده کې به د ۱۳۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ودانې شي.
د ده په خبره، دغه کشمش خونې په سیمه ییزه بڼه د دې ځای له اقلیم سره په تطابق جوړېږي چې هره یوه به ۱۶ متره اوږدوالی، ۵،۵ متره بر او ۶ متره جګوالی ولري.
دی وايي، دغه کشمش خونې به په لمریزې برېښنا، باد پکو او نورو اړینو وسایلو سمبال وي.
د ده په خبره، په دې توګه به کروندګر دا وړتیا تر لاسه کړي چې خپل انګور په دغو کشمش خونو کې په باکیفیته توګه وساتي او بازار ته یې وړاندې کړي.
کندهار د هېواد په کچه د انګورو لوی تولیدوونکی ولایت دی چې دغه مېوه هم په تازه بڼه او هم د وچې مېوې په بڼه بهر ته صادرېږي.
د کرنې رییس دغه راز خبر ورکړ چې د دې تر څنګ یې د شاتو مچیو د ۵۰ فارمونو جوړولو په موخه پر شاوخوا ۵۰ کورنیو د شاتو مچیو کیټونه هم ووېشل.
دی زیاتوي، په دغو کېټونو کې د شاتو مچیو د روزنې صندوقونه او ۱۳ قلمه نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
د نوموړي په وینا، پر دغو فارمونو جوړولو ټولټال ۴،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
هغه وویل، په کندهار کې په دې وروستیو کې د شاتو مچیو روزنې وده کړې او په دې ولایت کې له کاله ۱۲ ټنه شات تولیدېږي.
login or register a new account.