کندهار (پژواک، ۲۹ غبرګولی ۹۸): په کندهار کې د ۲۰ کشمش خونو، د شاتو مچیو د ۵۰ فارمونو او یوه کانال جوړولو چارې پيل شوې.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکي وايي، د دغو پروژو له پلي کولو یې موخه د کرنې او مالدارۍ وده او په دغو برخو کې خلکو ته روزګار موندل دي.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي پژواک خبري اژانس ته وویل، په پنجوايي ولسوالۍ کې کروندګرو ته د ۲۰ کشمش خونو جوړولو چارې پيل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه کشمش خونې د IOM مرستندویه ادارې په مالي ملاتړ جوړېږي چې د ۳ میاشتو په موده کې به د ۱۳۰زره امریکايي ډالرو په ارزښت ودانې شي.
د ده په خبره، دغه کشمش خونې په سیمه ییزه بڼه د دې ځای له اقلیم سره په تطابق جوړېږي چې هره یوه به ۱۶ متره اوږدوالی، ۵،۵ متره بر او ۶ متره جګوالی ولري.
دی وايي، دغه کشمش خونې به په لمریزې برېښنا، باد پکو او نورو اړینو وسایلو سمبال وي.
د ده په خبره، په دې توګه به کروندګر دا وړتیا تر لاسه کړي چې خپل انګور په دغو کشمش خونو کې په باکیفیته توګه وساتي او بازار ته یې وړاندې کړي.
کندهار د هېواد په کچه د انګورو لوی تولیدوونکی ولایت دی چې دغه مېوه هم په تازه بڼه او هم د وچې مېوې په بڼه بهر ته صادرېږي.
د کرنې رییس دغه راز خبر ورکړ چې د دې تر څنګ یې د شاتو مچیو د ۵۰ فارمونو جوړولو په موخه پر شاوخوا ۵۰ کورنیو د شاتو مچیو کیټونه هم ووېشل.
دی زیاتوي، په دغو کېټونو کې د شاتو مچیو د روزنې صندوقونه او ۱۳ قلمه نور د اړتیا وړ توکي شامل دي.
د نوموړي په وینا، پر دغو فارمونو جوړولو ټولټال ۴،۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي.
هغه وویل، په کندهار کې په دې وروستیو کې د شاتو مچیو روزنې وده کړې او په دې ولایت کې له کاله ۱۲ ټنه شات تولیدېږي.
خو دی وايي، د دوی هڅه دا ده چې دغه فارمونه نوره وده هم وکړي، څو هم ډېر خلک په دې کار بوخت شي او هم تولید ډېر شي.
په عین حال کې د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې بیا د یوه کانال جوړولو چارې پيل شوې.
دغه کانال ۲۵۰ متره اوږدوالی، ۷،۵ متره بر او ۳،۴۰ متره لوړوالی لري چې ۸۰ زره امریکايي ډالر لګښت ورباندې راځي او په درېیو میاشتو کې بشپړېږي.
د کرنې رییس وايي، د دغې پروژې لګښت هم د IOM په نوم یوه نړیواله اداره ورکوي.
دی زیاتوي، د دغې پروژې په پلي کولو سره به د سیمې اوسېدونکي وکولای شي چې د اوبو د ضایعاتو مخنیوی وکړي او د خپل باغونو او کروندو لپاره ډېرې اوبه ولري.
د کندهار اوسېدونکي د کرنې او مالدارۍ د ودې په برخه کې دغه پروژې ګټورې بولي خو غوښتنه کوي چې په ټولو ولسوالیو کې دې ورته پروژې پلي شي.
د پنجوايي ولسوالۍ د نچارې سیمې اوسېدونکي عبدالودود چې د شاتو مچیو د فارم کيټ یې تر لاسه کړی، پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې د شاتو مچیو مچیو روزنه تجربه کوي او فارم جوړوي.
دی وايي، کندهار د کرنې او مالدارۍ لپاره غوره اقلیم لري خو دا چې ډېر اوسېدونکي یې بې وزلي دي ورته پروژو او د حکومت لاسنیوي ته اړتیا لري.
نوموړی دا هم وايي چې حکومت او مرستندویه ادارې دې دغه راز مرستې یوازې تر څو ولسوالیو نه محدودوي، بلکې په ټولو ولسوالیو کې دې له کروندګرو او باغ لرونکو سره یو شان مرستې وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










