غزني ښار (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): د غزني د خواجه عمري ولسوال وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د مقام او امنيې قوماندانۍ ودانۍ پر ماينونو الوځولي او ويجاړ کړي يې دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
شاوخوا يو کاله وړاندې وسله والو طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ ونيوه چې بيا نږدې يوه مياشت وړاندې يې امنيتي ځواکونو د بېرته نيولو هڅې پيل کړې او لس ورځې وړاندې دغه ولسوالۍ بېرته په خپل کنټرول کړه.
خو نن د خواجه عمري ولسوال احمد ضياء يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، د خواجه عمري ولسوالۍ د بېرته نیولو پر مهال طالبانو د ولسوالۍ د مقام او امنيې قوماندانۍ ودانۍ پر بمونو والوځولې او ويجاړې یې کړې.
ده زياته کړه: ((دغه دواړه تعميرونه بېخي له منځه تللي دي او بيا جوړولو ته اړتيا لري.))
ولسوال وايي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ شاوخوا سيمو په کورونو کې پټ شوي او وخت ناوخت د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې بريدونه کوي.
يعقوبي ټينګار وکړ چې په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد امنيتي ارګانونه پوستې هم جوړې کړي.
ده وويل چې په دې ولسوالۍ د پرله پسې جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ هم نورو سيمو ته کډه شوې دي.
نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي او د ټاکنو په پروسه کې ونډه واخلي.
دغه راز د خواجه عمري امنيه قوماندان څارمن احمد اميد غوربندي پژواک ته وويل چې دا مهال له دوى سره په ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه هم شته دي.
ده زياته کړه: ((زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې ډېر ژر به موږ د دې ولسوالۍ امنيت د پخوا په شان کوو، څو خلک په ارامه ژوند وکړي.))
همدارنګه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري په دې اړه پژواک ته وويل چې د ولايت چارواکي د خواجه عمري ولسوالۍ امنيت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
ده وويل چې د يادې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت په موخه په ډېرو سيمو کې عمليات روان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP