منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۰۵ غ.و
۱۳°نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خواجه عمري ولسوال: د ولسوالۍ او امنیې قومادانۍ ودانۍ دې ورغول شي

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۳ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): د غزني د خواجه عمري ولسوال وايي چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د مقام او امنيې قوماندانۍ ودانۍ پر ماينونو الوځولي او ويجاړ کړي يې دي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

شاوخوا يو کاله وړاندې وسله والو طالبانو د خواجه عمري ولسوالۍ ونيوه چې بيا نږدې يوه مياشت وړاندې يې امنيتي ځواکونو د بېرته نيولو هڅې پيل کړې او لس ورځې وړاندې دغه ولسوالۍ بېرته په خپل کنټرول کړه.

خو نن د خواجه عمري ولسوال احمد ضياء يعقوبي پژواک خبري اژانس ته وويل، د خواجه عمري ولسوالۍ د بېرته نیولو پر مهال طالبانو د ولسوالۍ د مقام او امنيې قوماندانۍ ودانۍ پر بمونو والوځولې او ويجاړې یې کړې.

ده زياته کړه: ((دغه دواړه تعميرونه بېخي له منځه تللي دي او بيا جوړولو ته اړتيا لري.))

ولسوال وايي چې وسله وال طالبان د ولسوالۍ شاوخوا سيمو په کورونو کې پټ شوي او وخت ناوخت د ولسوالۍ پر ودانۍ باندې بريدونه کوي.

يعقوبي ټينګار وکړ چې په دې ولسوالۍ کې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد امنيتي ارګانونه پوستې هم جوړې کړي.

ده وويل چې په دې ولسوالۍ د پرله پسې جګړو له امله ګڼ شمېر کورنۍ هم نورو سيمو ته کډه شوې دي.

نوموړي له خلکو غوښتنه وکړه چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي او د ټاکنو په پروسه کې ونډه واخلي.

دغه راز د خواجه عمري امنيه قوماندان څارمن احمد اميد غوربندي پژواک ته وويل چې دا مهال له دوى سره په ولسوالۍ کې د ملي اردو او ملي امنيت ځواکونه هم شته دي.

ده زياته کړه: ((زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې ډېر ژر به موږ د دې ولسوالۍ امنيت د پخوا په شان کوو، څو خلک په ارامه ژوند وکړي.))

همدارنګه د غزني د والي وياند محمد عارف نوري په دې اړه پژواک ته وويل چې د ولايت چارواکي د خواجه عمري ولسوالۍ امنيت ته ځانګړې پاملرنه کوي.

ده وويل چې د يادې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت په موخه په ډېرو سيمو کې عمليات روان دي.

دى وايي: ((کله چې د ولسوالۍ امنيت ټينګ شو نو د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانۍ به يې هم بېرته جوړې شي.))

خو بل لور ته طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دغه ودانۍ د امريکايي ځواکونو د هوايي بمبار پر مهال له منځه تللي دي.

د يادونې ده، شاوخوا دوه کاله وړاندې خواجه عمري د غزني له امنو ولسواليو وه چې ډېرى خلک به د تفريح او مېلو لپاره ورتلل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه