Language

ملګري ملتونه: د افغانستان د ټاکنو پر وړاندې دې مسوولانه چلند وشي

 

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى او د یوناما مشر تدامچي یاماماتو ويلي، د افغانستان ټاکنو پر وړاندې دې مسوولانه چلند وشي.

نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړې غونډې ته کړې دي.

ياماماتو زياته کړې، هغه هېوادونه چې پر طالبانو نفوذ لري، باید د سولې پروسې د ګړندي کولو لپاره اقدامات وکړي.

نوموړي ويلي: «تېر کال په کوچني اختر کې د درېیو ورځو لپاره اوربند افغانانو ته په سوله کې د ژوند څېره وښوده، خو بیا هم د تېر یوه کال جګړو د سولې پر وړاندې مشکلات ورته په ګوته کړل.»

یاماماتو وايي، په افغانستان کې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې ډیموکراسۍ ته د افغانانو ژمنتيا څرګندوي.

نوموړي پر نړیوالو غږ کړی چې په افغانستان کې پر وخت او رڼو ټاکنو ترسره کولو کې خپله برخه ورل ولوبوي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ټاکنو پر وړاندې دې مسوولانه چلند وشي؛ ځکه افغانستان له ټاکنو وروسته بحران نه شي زغملای.

د یاماموتو په خبره، رڼې او پر وخت ټاکنې به د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.