Language

ولسمشر کابل پوهنتون ته سپارښتنه وکړه چې د ژباړې ګډ مرکز جوړ کړي

کابل (پژواک، ٣٠ غبرګولى ٩٨): ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د تاریخي څېړنیز مرکز د کتابتون او ارشیف برخې پرانيستې.

له ارګه د غبرګولي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د تاریخي څېړنیز مرکز د کتابتون او ارشیف برخو د پرانيستې په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

سرچينې زياته کړې، په پیل کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ستر سلاکار عبدالغفور لېوال د هېواد تاریخ او تاریخي اثارو ته د ولسمشر له ځانګړې پاملرنې د مننې تر څنګ د افغانستان ځیني تاریخې نسخې چې په لندن کې د افغانستان د تاریخي مطالعاتو مرکز په همکارۍ برابرې شوې وې، د ارشیف کتابتون ته وسپارلې.

هغه په لندن کې د افغانستان د تاریخي مطالعاتو مرکز په اړه چې ډاکتر وارث وزیري یې ريیس دی، معلومات ورکړل او وې ویل، په هغه مرکز کې د افغانستان اړوند د تاریخي اثارو ۲۰۰۰ نسخې په فزیکي ډول او ۳۰زره نسخې په ډیجیټلي ډول موجودې دي او د دغه مرکز ريیس ژمنه کړې چې په راتلونکو پړاوونو کې به نورې نسخې هم د افغانستان د تاریخي څېړنیز مرکز ارشیف ته وسپاري.

هغه زیاته کړه، له یادو تاریخي نسخو علمي او څېړنیزه، استنادي او ارشیفي استفاده کولی شو.

عبدالغفور لېوال وړاندیز وکړ، یاد اثار چې په انګلیسي، فرانسوي او اردو ژبو لیکل شوي، د سرحداتو په اړه اسناد، د تاریخي معاهداتو کاپي، انځورونه او نقشې په کې شامل دي، د هېواد پر ژبو وژباړل شي، خلکو او علومو اکاډمۍ ته دې په واک کې ورکړل شي.

وروسته ولسمشر د عبدالغفور لېوال له هڅو د قدردانۍ تر څنګ وویل، که چېرې د خپل هېواد پر تاریخ پوه نه شو، تېرې تېروتنې به تکرار کړو، هغه څه چې د ده لپاره خواشینوونکې ده، د افغانستان نه پېژندنه ده.

هغه څرګنده کړه، د افغانستان له پېژندنې پرته منابع، شتمنۍ او له هغه څخه د استفادې پر طرز نه پوهېږي.

ولسمشر دغه راز په لندن کې د افغانستان د تاریخي مطالعاتو مرکز له همکارۍ مننه وکړه او وې ویل: "موږ باید د تاریخ له لارې له راتلونکي سره د تېر د وصل کړۍ و اوسو او اړتیا ده چې زموږ نوی نسل افغانستان پېژندونکی وي."

اشرف غني لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون ته لارښوونه وکړه چې د ژباړې ګډ مرکز جوړ کړي چې په هغه کې دغه اثار د افغانستان ژبو ته وژباړل شي او څېړونکو او محصلینو ته ورسېږي.

دغه راز ولسمشر غني او محمد صدیق پتمن د افغانستان د تاریخي ځایونو او شخصیتونو د انځورونو دوه البومونه ارشیف ته وسپارل او ولسمشر په دې اړه وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې د تاریخي اثارو شخصي کلېکسیونونه ارشیف ته وسپارل شي.

login or register a new account.

Related Topics