ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“امنيتي ځواکونو د بلڅراغ ولسوالۍ ونیوله”

“امنيتي ځواکونو د بلڅراغ ولسوالۍ ونیوله”

author avatar
25 Jun 2019 - 14:58
“امنيتي ځواکونو د بلڅراغ ولسوالۍ ونیوله”
author avatar
25 Jun 2019 - 14:58

 کابل(پژواک،٤چنګاښ ٩٨): د فاریاب ځايي چارواکي وايي چې امنیتي سرتېرو له یوه کال وروسته د بلڅراغ ولسوالۍ مرکز بېرته له طالبانو ونيوه.

 د فاریاب والي نقیب الله فایق پژواک خبري اژانس ته وویل، کومانډو سرتېري تېره شپه د بلڅراغ ولسوالۍ مرکز ته لاړل او د هېواد درې رنګه بیرغ یې پر ولسوالۍ ورپاوه او سهار پنځه بجې له ۱۵۰ ډېر سیمه ییز سرتېري چې د ملي دفاع وزارت د پلان له مخې یې د سیمه ییزې اردو په عنوان روزنه لیدلې وه هلته ځای پر ځای شول.

فایق وویل، کله چې طالبان د بلڅراغ ولسوالۍ د بېرته  نیولو په اړه خبر شوي وو، له کومانډو سرتېرو سره يې جنک کړى چې په ترڅ کې ورته مرګ ژوبله اوښتې، په دې نښته کې د کومانډو یو سرتېری هم وژل شوی او یو بل ټپي دی.

نوموي زیاته کړه، بلڅراغ ولسوالۍ مخکې دوه ځله طالبانو نیولې وه او دویم ځل یو کال مخکې د دولت له کنټروله ووتله، خو طالبانو د یوې اوونۍ په تېرېدو د ولسوالۍ او امنیه قوماندانۍ ودانۍ ویجاړې کړې.

 د فاریاب والي ټینګار وکړ چې په بلڅراغ کې امنیتي پوستې او مرکزونه جوړېږي، د هوايي ځواک په مرسته په کې د سیمه ییزې ملي اردو روزل شوي سرتېري ځای پر ځای کېږي.

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سېلاب د بلڅراغ ولسوالۍ په مرکز کې د امنیتي سرتېرو د ځای پر ځای کولو په تایید پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس هم د ولسوالۍ د مرکز په شاوخوا سیمو او بازار کې د طالبانو او امنیتي سرتېرو تر منځ سخته جګړه روانه ده، طالبان د کانالونو په ایستلو له ځانه مقاومت ښيي. تر اوسه یو کومانډو سرتېری وژل شوی د یوه ولسي پاڅون کوونکي په ګډون پنځه کومانډو سرتېري ټپیان شوي دي.

سېلاب زیاته کړه، د طالبانو د مرګ ژوبلې په تړاو د مخابراتي شبکو د پرې کېدو له امله کره معلومات نه لري، خو تېر مازیګر د بلڅراغ ولسوالۍ په مرکز کې ددې ډلې پر یوه پوسته هوايي برید شوی و چې له امله یې یو میل دهشکه تخریب او دوه طالبان وژل شوي وو.

پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم ترلاسه کړي خو د مخابراتي شبکو د پرې کېدو له امله بریالی نه شو.

بلڅراغ ولسوالي د فاریاب د مرکز میمنې ښار سوېل ختیځ لوري ته ۳۰ کیلومتره لرې موقعیت لري، یو نیم کاله مخکې یو ځل طالبانو سقوط کړه چې ۱۵ ورځې وروسته بېرته دولتي سرتېرو ونیوله، خو دویم ځل یې چې سقوط وکړ ۴۰ سرتېرې په کې طالبانو ژوندي ونیول چې د تېر اختر په ورځ یې بېرته خوشي کړل.

بلخوا د ملي دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو له دوو کلونو وروسته له طالبانو څخه د فاریاب د بلڅراغ ولسوالۍ د نيولو خبر تایید کړی دی.

ددغه وزارت لخوا نن پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بریا یې د کوماڼدو سرتېرو په مشرۍ او د سیمه ییزې اردو په همکارۍ د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه کړې ده.

 سرچینې لیکلي، د بلڅراغ ولسوالي له تېرو دوو کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې وه چې په دې موده کې یې د بې ګناه خلکو په برمته کېدو له خلکو پیسې اخیستې او ښوونځي یې تړلي وو.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.