کندهار (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، پلان لري د روغتیايي خدماتو لمن د دغه ولایت تر لرو ولسوالیو وغځوي چې په دې لړ کې په اتو ولسوالیو کې ۲۳ فرعي روغتيايي مرکزونه فعالوي.
دغه اته ولسوالۍ د کندهار له شمالي او سرحدي ولسوالیو دي چې له کندهار ښاره یې واټن ډېر دی او کم خلک یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسری لري.
د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو روغتیايي مرکزونو د فعالولو لپاره له سلګونو کسانو ازموینه اخیستل شوې چې ډاکټران، نرسان، قابلې او نور په کې شامل دي.
هغه زیاته کړه: ((هغه ۲۳ فرعي روغتیايي مرکزونه چې په لرو ولسوالیو کې جوړېږي، ۱۲۴ تنه ډاکتران، نرسان، قابلې، واکسیناتوران او نور په کې پر دنده ګورمال کېږي چې د دغو بستونو لپاره له ۷۶۱ تنو ازموینه اخیستل شوې چې یوازې ۱۳۰ یې قابلې دي.))
د ده په خبره، له دغه ګام سره له یوې خوا له طب پوهنځي او روغتیايي انسټيټیوټونو څخه فارغ شوو ځوانانو او پېغلو ته کار موندل کېږي او له بله پلوه لرو ولسوالیو ته روغتیايي خدمات غځول کېږي.
دی وايي، په دغو روغتیايي مرکزونو کې به ټولې روغتیايي اسانتیاوې شتون ولري او ورسره به د مور او ماشوم د مړینې د کچې د مخنیوي تر څنګ د ګڼو ناروغیو پر وخت درملنه اسانه شي.
نوموړي د دې تر څنګ یادونه وکړه چې په یادو روغتیايي مرکزونو کې د پولیو په ګډون ۱۰ ډوله واکسینونه هم تطبیقېږي.
د کندهار د لرو ولسوالیو اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست د دغه اقدام هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې په دغو مرکزونو کې دې د مسلکي کسانو له خوا معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.
معروف ولسوالۍ له کندهار ښاره ۱۹۰ کیلومتره لرې ده، د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، څه موده وړاندې د دغو ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والو طالبانو په برید کې د کلینيک ودانۍ هم ویجاړه شوې ده چې بیارغولو ته اړتیا لري.
دی وايي، اوس مهال یوازې یو ډاکټر او یوه ډاکټره په یوه دوه کوټې لرونکي کور کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي چې نه په کې د ناروغانو د بستر او نه هم د سامان الاتو اسانتیاوې شته.
دی غوښتنه کوي چې حکومت دې دغه کلینيک بېرته ورغوي څو د پخوا په څېر په کې خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې وړاندې شي.
هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو دغې ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره ماینونه خښ کړي او خلکو ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او له همدې امله د دې ولسوالۍ اوسېدونکي مجبور دي د اړتیا پر مهال د زابل ولایت له لارې کندهار ته سفر وکړي چې یوه بشپړه ورځ په بر کې نیسي او په داسې حالت کې بېړني ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.
login or register a new account.