منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۴ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار په لرو ولسوالیو کې ۲۳ فرعي روغتیايي څانګې فعالېږي

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۴۲ کتنې

کندهار (پژواک، ۶ چنګاښ ۹۸): د کندهار د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي، پلان لري د روغتیايي خدماتو لمن د دغه ولایت تر لرو ولسوالیو وغځوي چې په دې لړ کې په اتو ولسوالیو کې ۲۳ فرعي روغتيايي مرکزونه فعالوي.

دغه اته ولسوالۍ د کندهار له شمالي او سرحدي ولسوالیو دي چې له کندهار ښاره یې واټن ډېر دی او کم خلک یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسری لري.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر عبدالقیوم پخلا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو روغتیايي مرکزونو د فعالولو لپاره له سلګونو کسانو ازموینه اخیستل شوې چې ډاکټران، نرسان، قابلې او نور په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه: ((هغه ۲۳ فرعي روغتیايي مرکزونه چې په لرو ولسوالیو کې جوړېږي، ۱۲۴ تنه ډاکتران، نرسان، قابلې، واکسیناتوران او نور په کې پر دنده ګورمال کېږي چې د دغو بستونو لپاره له ۷۶۱ تنو ازموینه اخیستل شوې چې یوازې ۱۳۰ یې قابلې دي.))

د ده په خبره، له دغه ګام سره له یوې خوا له طب پوهنځي او روغتیايي انسټيټیوټونو څخه فارغ شوو ځوانانو او پېغلو ته کار موندل کېږي او له بله پلوه لرو ولسوالیو ته روغتیايي خدمات غځول کېږي.

دی وايي، په دغو روغتیايي مرکزونو کې به ټولې روغتیايي اسانتیاوې شتون ولري او ورسره به د مور او ماشوم د مړینې د کچې د مخنیوي تر څنګ د ګڼو ناروغیو پر وخت درملنه اسانه شي.

نوموړي د دې تر څنګ یادونه وکړه چې په یادو روغتیايي مرکزونو کې د پولیو په ګډون ۱۰ ډوله واکسینونه هم تطبیقېږي.

د کندهار د لرو ولسوالیو اوسېدونکي د عامې روغتیا ریاست د دغه اقدام هرکلی کوي او غوښتنه کوي چې په دغو مرکزونو کې دې د مسلکي کسانو له خوا معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

معروف ولسوالۍ له کندهار ښاره ۱۹۰ کیلومتره لرې ده، د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالله افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، څه موده وړاندې د دغو ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والو طالبانو په برید کې د کلینيک ودانۍ هم ویجاړه شوې ده چې بیارغولو ته اړتیا لري.

دی وايي، اوس مهال یوازې یو ډاکټر او یوه ډاکټره په یوه دوه کوټې لرونکي کور کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي چې نه په کې د ناروغانو د بستر او نه هم د سامان الاتو اسانتیاوې شته.

دی غوښتنه کوي چې حکومت دې دغه کلینيک بېرته ورغوي څو د پخوا په څېر په کې خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې وړاندې شي.

هغه زیاته کړه، وسله والو طالبانو دغې ولسوالۍ ته پر غځېدلې لاره ماینونه خښ کړي او خلکو ته پرې د تګ راتګ اجازه نه ورکوي او له همدې امله د دې ولسوالۍ اوسېدونکي مجبور دي د اړتیا پر مهال د زابل ولایت له لارې کندهار ته سفر وکړي چې یوه بشپړه ورځ په بر کې نیسي او په داسې حالت کې بېړني ناروغان ژوند له لاسه ورکوي.

د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالاحد پژواک ته وویل، شاوخوا یو نیم کال کېږي چې د ولسوالۍ په کلینيک کې یې ډاکټران شته خو درمل نشته او دغه راز د ناروغ د لېږد رالېږد لپاره امبولانس هم نشته.

نوموړی له حکومته د دغه کلینيک د ښه فعالېدو تر څنګ د نورو روغتیايي مرکزونو د فعالېدو غوښتنه کوي.

د یادونې ده، د کندهار د عامې روغتیا رییس موده وړاندې ویلي وو چې د بودجې کمښت او پر وخت نه رسېدل، کم تشکیل، لږ روغتیايي مرکزونه په ځینو سیمو کې د روغتيايي مرکزونو لپاره د معیاري ودانیو نشتوالی په دغه ولایت کې د روغتیا سکتور پر وړاندې لویې ستونزې دي.

هغه یادونه کړې وه چې په کندهار کې د نفوس په تناسب د روغتیايي خدماتو وړاندې کول جدي ستونزه ده؛ ځکه د احصايې مرکزي ادارې د شمېرو له مخې، د دغه ولایت نفوس ۱،۳ میلیونه، د ملګرو ملتونو ادارو د شمېرو له مخې، ۱،۶ میلیونه او د پولیو کمپاین د شمېرو له مخې ۲،۶ میلیونه کسان دي چې درې واړې شمېرې یو له بله لوی توپیر لري.

د ده په خبره، دوی د احصایې د مرکزي ادارې د شمېرو له مخې امکانات ترلاسه کوي چې په دې حساب د کندهار نیمايي نفوس له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې پاتې دی.

دی وايي، اوسمهال په کندهار کې د عامې روغتیا وزارت، مرستندویه ادارو او خصوصي سکتور په مرسته د میرویس حوزوي روغتون په ګډون ۲۱۵ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې په دې کې بشپړ، بنسټیز، ګرځنده، فرعي او نور مرکزونه شامل دي.

د ده په خبره، له ډې ډلې ۷۱ روغتیايي مرکزونه د دولت او ۱۹ د خصوصي سکتور په پانګونه جوړ شوي چې بسنه نه کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا