ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني او عمران خان: له تېرو اشتباهاتو په زده کړې باید تېروتنې بیا تکرار نه شي

غني او عمران خان: له تېرو اشتباهاتو په زده کړې باید تېروتنې بیا تکرار نه شي

author avatar
27 Jun 2019 - 19:50
غني او عمران خان: له تېرو اشتباهاتو په زده کړې باید تېروتنې بیا تکرار نه شي
author avatar
27 Jun 2019 - 19:50

کابل (پژواک ٦ چنګاښ ٩٨): ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزير ټينګار کړى چې له تېرو تېروتنو څخه په زده کړه باید تېروتنې بیا تکرار نه شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو، مناسباتو، همکاریو او راتلونکي لپاره دې ګډ کار وشي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى چې له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار په دوه ورځني رسمي سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته لاړ.

په ياده شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني ته نن له غرمې مخکې پلازمېنه اسلام اباد د صدارت مقر کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تود هرکلی ووایه او له ولسمشر څخه یې پاکستان ته د رسمي سفر له امله مننه وکړه.

سرچينه زياتوي، د دواړو هېوادونو د ملي سرودونو له غږولو او د جمهور رئیس غني له لوري د تشریفاتو قطعې له معاینې وروسته دواړو مشرانو یو بل ته د دواړو هېوادونو لوړپوړي دولتي پلاوي ور وپېژندل.

سرچينه کاږي، په دغه کتنه کې جمهور رئیس غني او د پاکستان لومړي وزیر د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د پاکستان لومړي وزیر له جمهور رئیس غني څخه پاکستان ته د رسمي سفر له امله مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو د اړیکو، همکاریو او اعتماد فضا د رامنځته کولو لپاره مهم ګام وباله.

نوموړي هیله وښوده چې دا سفر به د نورو سفرونو په پرتله له لاسته راوړنو ډک وي.

همدارنګه دواړو مشرانو د افغانستان او پاکستان تر منځ د ټرانزیټ، سوداګرۍ او پانګونې په اړه ټینګار وکړاو پرېکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو ګډه کاري کمېټه به په دې برخو کې د عملي او چټکو ګامونو لپاره زمینه برابره کړي.

ولسمشر غني د پاکستان لومړي وزیر او خلکو څخه د تود هرکلي او مېلمه پالنې له امله مننه وکړه او ويې ویل، د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د هغه وړاندیز او اجماع په اساس چې موخه یې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ښو اړیکو ایجاد دی، پاکستان ته راغلی دى.

ده هیله څرګنده کړه، دغه سفر او له پاکستاني مقاماتو سره کتنې او بحثونه به د افغانستان او پاکستان د دولتونو او ملتونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو او د دولت په دولت اړیکو د ایجاد پیلامه وي.

غني وويل، د افغانستان او پاکستان او د سیمې د هېوادونو د پرمختګ او همکاریو لپاره زیاتې زمینې او فرصتونه برابر شوي او افغانستان په دې برخه کې عملي ګامونه اخیستي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.