Language

په بغلان کې ٢٥ پاڅونوال وژل شوي

پلخمري (پژواک، ٨ چنګاښ ٩٨): سرچينې وايي چې په بغلان ولايت کې د يوې نښتې پر مهال ٢٥ پاڅون کوونکي وژل شوي دي.

د بغلان ولايتي شورا غړي محمد حنيف د چنګاښ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه طالبانو د نهرين ولسوالۍ د کهګديو په کلي کې د پاڅون کوونکو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

محمد حنيف چې په خپله هم د دغه کلي دى، وايي چې د طالبانو په دغه بريد کې ٢٥ پاڅون کوونکي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

هغه وايي چې دولت ته يې د دغه ډول ‌خونړي بريد د مخنيوي لپاره پاڅون کوونکو ته د مجهزو وسلو وړانديز کړی و، خو چا يې په اړه ګام پورته نه کړ.

يوې دولتي سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له ډېرې مودې راهيسې  په نهرين کې د ډله ييز بريد پلان درلود .

سرچينه وايي، تېره شپه  طالبانو د کهګدیو په سيمه کې د پاڅون کوونکو پر امنيتي پوستو بريد کړی چې په کې ٣٣ پاڅون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د نهرين ولسوالۍ اوسېدونکي معلم طارق وايي چې د طالبانو له خوا د کهګدای کلي پر امنيتي کمربند بريد کې ٢٦ دولت پلوي کسان وژل شوي او يو  شمېر ټپيان دي .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په نهرين کې يې درې پوستې نيولې، ٢٨ پوليس يې وژلي او ١٢ نور يې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.