Language

لاريون کوونکي: د جنرال لونګ د برخليک تر معلومېدو به مو اعتراض دوام ولري

ګردېز- خوست ښار (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): د پکتيا ولايت سلګونو اوسېدونکو د جنرال دادان لونګ په ملاتړ لاريون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د کابل- ګردېز لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله، بل لور ته په خوست کې هم د لونګ په ملاتړ غونډه ترسره شوه.

جنرال دادان لونګ په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان و چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې له دندې ګوښه کړاى شو.

د نوموړي د ګوښه کېدو په غبرګون کې د پکتيا ولايت سلګونو اوسېدونکو نن لاريون وکړ.

د لاريون کوونکو له ډلې د پکتيا د قومونو يووالي ټولنيزې شورا مشر قوماندان نقيب الله توتاخېل وويل چې که جنرال دادان لونګ بېرته په معادل او يا تر هغه پر لوړ بست مقرر نه شي، نو ولايت مقام او نورې ادارې به وتړي.

توتاخېل وويل: ((حکومت د پکتيا له خلکو سره ظلم کوي. جنرال دادان لونګ چې په پکتيا کې وظيفه اجرا کوله، په ټولو سيمو کې يې امنيت راوستی و، موږ له رياست جمهوري او دفاع وزارت نه دا غوښتنه کوو چې بېرته جنرال لونګ مقرر کړي، که نه بيا به د هر پېښېدونکي کار مسووليت د دولت پر غاړه وي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي او د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال وايي چې دولت نه يوازې د پکتيا د ملکي او نظامي  کادرونو ګومارنې ته پام نه دی کړی، بلکې په دندو شته لوړ پوړي کسان هم په يوه او بله پلمه له دندو لرې کوي.

غروال وويل: ((جنرال حفيظ الله، جنرال مندوزی، جنرال داوود امين، جنرال غرنی، جنرال منير منګل، همدارنګه ګلاب منګل، اريوبي او داسې نور هغه مثالونه دي چې په تېر يوه کال کې په دولت کې د ځينو مغرضو کړيو له خوا له دندو لرې کيږي.))

همدرانګه قومي مخور اولدين له دندې د جنرال دادان لونګ ګوښه کول توطيه او سياسي معامله يادوي او ټينګار کوي چې نوموړي د خپلې دندې په جريان کې د امنيت په ښه کولو او د فساد سره په مبارزه کې رغنده چارې تر سره کړې.

دی وايي: ((موږ هره ورځ مرو، اردو او پوليس زموږ مري، معامله نور خلک کوي. کوم قهرمانان چې پکتيا لري، هغه ته په درنده سترګه نه کتل کيږي. جنرال لونګ نه يوازې د پکتيا، بلکې د ټول زون کمربند و، دا کمربند يې مات کړ.))

يادو لاريون کوونکو د څو ساعتونو لپاره د کابل-ګردېز لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړل.

دغه راز د يو بل خبر له مخې نن په خوست کې د لويې پکتيا يو شمېر قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو په يوه غونډه کې د ملي يووالي د حکومت پر مشرانو په ځانګړي ډول ولسمشر محمداشرف غني نيوکه وکړه چې ګني په دې وروستيو کې يې د سوېل ختيځو ولايتونو د نظامي افسرانو او قوماندانانو له دندو څخه د ګوښه کولو لړۍ پيل کړې ده.

دوی وويل چې د ۲۰۳ قول اردو د قوماندان جنرال دادان لونګ په ګډون په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د لويې پکتيا شاوخوا لس جنرالان د ځينو اشخاصو په غوښتنه له دندو لرې شوي  دي.

login or register a new account.