منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لاريون کوونکي: د جنرال لونګ د برخليک تر معلومېدو به مو اعتراض دوام ولري

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

ګردېز- خوست ښار (پژواک، ٩ چنګاښ ٩٨): د پکتيا ولايت سلګونو اوسېدونکو د جنرال دادان لونګ په ملاتړ لاريون وکړ او د څو ساعتونو لپاره يې د کابل- ګردېز لويه لار هم د ترافيکو پر مخ وتړله، بل لور ته په خوست کې هم د لونګ په ملاتړ غونډه ترسره شوه.

جنرال دادان لونګ په پکتيا کې د ٢٠٣ تندر قول اردو قوماندان و چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې له دندې ګوښه کړاى شو.

د نوموړي د ګوښه کېدو په غبرګون کې د پکتيا ولايت سلګونو اوسېدونکو نن لاريون وکړ.

د لاريون کوونکو له ډلې د پکتيا د قومونو يووالي ټولنيزې شورا مشر قوماندان نقيب الله توتاخېل وويل چې که جنرال دادان لونګ بېرته په معادل او يا تر هغه پر لوړ بست مقرر نه شي، نو ولايت مقام او نورې ادارې به وتړي.

توتاخېل وويل: ((حکومت د پکتيا له خلکو سره ظلم کوي. جنرال دادان لونګ چې په پکتيا کې وظيفه اجرا کوله، په ټولو سيمو کې يې امنيت راوستی و، موږ له رياست جمهوري او دفاع وزارت نه دا غوښتنه کوو چې بېرته جنرال لونګ مقرر کړي، که نه بيا به د هر پېښېدونکي کار مسووليت د دولت پر غاړه وي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي او د پکتيا ولايتي شورا مرستيال ايوب غروال وايي چې دولت نه يوازې د پکتيا د ملکي او نظامي  کادرونو ګومارنې ته پام نه دی کړی، بلکې په دندو شته لوړ پوړي کسان هم په يوه او بله پلمه له دندو لرې کوي.

غروال وويل: ((جنرال حفيظ الله، جنرال مندوزی، جنرال داوود امين، جنرال غرنی، جنرال منير منګل، همدارنګه ګلاب منګل، اريوبي او داسې نور هغه مثالونه دي چې په تېر يوه کال کې په دولت کې د ځينو مغرضو کړيو له خوا له دندو لرې کيږي.))

همدرانګه قومي مخور اولدين له دندې د جنرال دادان لونګ ګوښه کول توطيه او سياسي معامله يادوي او ټينګار کوي چې نوموړي د خپلې دندې په جريان کې د امنيت په ښه کولو او د فساد سره په مبارزه کې رغنده چارې تر سره کړې.

دی وايي: ((موږ هره ورځ مرو، اردو او پوليس زموږ مري، معامله نور خلک کوي. کوم قهرمانان چې پکتيا لري، هغه ته په درنده سترګه نه کتل کيږي. جنرال لونګ نه يوازې د پکتيا، بلکې د ټول زون کمربند و، دا کمربند يې مات کړ.))

يادو لاريون کوونکو د څو ساعتونو لپاره د کابل-ګردېز لويه لار هم د ترافيکو پرمخ وتړله چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړل.

دغه راز د يو بل خبر له مخې نن په خوست کې د لويې پکتيا يو شمېر قومي مشرانو، ځوانانو او مدني فعالانو په يوه غونډه کې د ملي يووالي د حکومت پر مشرانو په ځانګړي ډول ولسمشر محمداشرف غني نيوکه وکړه چې ګني په دې وروستيو کې يې د سوېل ختيځو ولايتونو د نظامي افسرانو او قوماندانانو له دندو څخه د ګوښه کولو لړۍ پيل کړې ده.

دوی وويل چې د ۲۰۳ قول اردو د قوماندان جنرال دادان لونګ په ګډون په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په مختلفو ولايتونو کې د لويې پکتيا شاوخوا لس جنرالان د ځينو اشخاصو په غوښتنه له دندو لرې شوي  دي.

دوی ګواښ وکړ، که په هره برخه کې د لويې پکتيا کادرونو ته په ښه نظر نه کتل کيږي، نو راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه به وکړي.

يو تن قومي مشر حاجي مارک ځدراڼ دغې غونډې ته وويل ولسمشر محمداشرف غني د لويې پکتيا د خلکو په رايه تر ارګه ورسېده، خو په بدل کې يې لويې پکتيا ته هيڅ هم نه دي کړي.

هغه وويل کله چې د جنګ، سنګر او د مشکلاتو ځای شي بيا پکتياوال ته د اتل خبره کيږي، خو کله چې په څوکۍ د مقررولو وخت راشي، بيا د پکتياوال پر ځای بل څوک وي.

دی زياتوي: ((له ولسمشر نه مو دا غوښتنه ده چې جنرال دادان لونګ او د لويې پکتيا نور لرې شوي نظامي افسران په خپلو دندو بېرته مقرر کړي او که يې مقرر نه کړي، نو د تېرې کنډو لاندې به بل جنرال ته چې موږ ته يې راليږي، د دندې ترسره کولو اجازه ورنه کړي)).

يو بل قومي مشر سمين خان غونډې ته وويل، ولسمشر محمداشرف غني هغه ژمنې چې د کمپاين پر مهال يې د لويې پکتيا له خلکو سره کړې وې، هغه خو په خپل ځای پاتې دي، بلکې له هغه سربېره يې ورسره ظلم هم پيل کړی دی.

نوموړي زياته کړه، ولسمشر د ځينو اشخاصو په غوښتنه په نظامي ليکو کې د لويې پکتيا هغه جنرالان او افسران چې په رښتيني معنا سره يې د هېواد لپاره کار کړی، په يوه او بله معنا له دندو د ګوښه کولو لړۍ پيل کړې.

دی وايي: ((ولسمشره ددې مظلوم ملت په خاطر له خدای نه وډار شه او هغه کړۍ چې رئيس صاحب جمهور چې ته يې په انحصار کې راوستلی يې خدای ته وګوره چې دا کړۍ دې ماته کړه. موږ پوهيږو چې تاته څه ډول خلک مشورې درکوي)).

ددغې غونډې يو بل ويناوال ګل ملوک بيا وويل، د لويې پکتيا نظامي افسران چې په دې وروستيو کې د حکومت د مشرانو له خوا له دندو لرې شوي دي، دوی ته د منلو وړ نه دي.

هغه زياته کړه، که چېرې دغو کسانو په خپلو دندو کې غفلت کړی وي، نو د کور پر ځای دې يې څارنوالۍ ته معرفي کړي، خو که خبره بل ډول وه بيا دوی هم چوپ نه پاتې کيږي او له هرې ممکنې لارې به د خپل حق غوښتنه وکړي.

هغه زياته کړه: ((دغه دولت او ولسمشر چې زما غوښتنې ونه مني، بل ولسمشر ته هيڅ اړتيا نشته چې موږ رايه ورکړو. زموږ چې هر څه د لاسه کيږي د جنرال دادان لونګ لپاره به يې ترسره کوو)).

ددغې غونډې يو شمېر نورو ويناوالو هم وويل، که د ملي يووالي حکومت مشران د دوی غوښتنې ونه مني سوله ييز لاريونونه به ترسره کړي او په ورته وخت کې به په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د نه ګډون پرېکړه وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه