کابل (پژواک، ٩ جنګاښ ٩٨) : په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړى استازى وايي چې د دوى لپاره د افغانستان ولسمشريزې ټاکنې او د سولې پروسه دواړه لومړيتوبونه دي.
تداميچي ياماموتو دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې کړې چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د دفتر (يوناما) له خوا د چنګاښ په ٩مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
د يوناما مشر ويلي چې د ټاکنو او سولې اساسي موضوعاتو په اړه د ملګرو ملتونو د رول او نظر په تړاو د مختلفو رسنیو راپورونو او ګومانونو ته په کتو سره، غواړي ځيني ټکي روښانه کړي.
هغه زياته کړې: "له دغو دواړو بهیرونو هېڅ یو یې باید د بل بهیر له خوا اغېزمن نه شي او یا یې ټکنی کړي، دواړه بهیرونه باید په پوره زور او د ټولو ښکېلو برخه والو له ژمنتیا سره سم پر مخ ولاړ شي."
د نوموړي په وينا، په داسې حال کې چې د دغو مهمو بهیرونو ترمنځ روښانه اړیکې موجودې دي او دواړه یې دافغانستان پر راتلونکي ډېر زیات اغېز لري، ملګري ملتونه به په دواړو ډګرونو کې خپلې بشپړې همکارۍ ته دوام ورکړي
ياماموتو وايي: "لکه څرنګه چې مې څه کم دوه اوونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنې چې د سپټمبر په اته ویشتمه پلان شوې، د افغانستان د ډیموکراتیک سیاسي جوړښت د مشروعیت بیا ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه لحظه ده. د دغه مهم سیاسي بنسټ په اړه باید دا ډاډ رامنځته شي چې رایې باوري او را وتونکې پایلې یې منل کیږي. "
د هغه په وينا، په دغو بهیرونو کې ټول ګډونوال- کاندیدان، د هغوی ملاتړي، حکومتي چارواکي، د مدني ټولنو سازمانونه، ملي امنیتي ځواکونه، سیاسي مشران، سیاسي ډلې، رسنۍ، د ټاکنو د مدیریت ادارې او رایې ورکونکي یو مهم رول او ګډ مسوولیت لري، چې ددغه بهیرباور او روڼتیا ډاډمنه کړي.
د يوناما مشر زياته کړې، افغانستان له ټاکنو وروسته ناورین د دوام او اوږدېدو زغم نه لري چې کېدی شي په پایله کې یې له ضعیفه ډیموکراتیک او کورنۍ مشروعیت څخه یو برخمن ولسمشر رامنځ ته شي، چې دغه کار به د افغانانو په یو والي او د یوه ارزښتناکه ټول شموله سولې په برخه کې د نوي ولسمشر وړتیاوې اغیزمنې کړي.
د ملګرو ملتونو د يوناما دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، پردې سربیره چې د سپټامبر په ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنو په برخه کې د ټاکنو له تنظیمونکو ادارو سره د تخنیکي لارښوونو له لارې د هرډول هڅو بشپړ ملاتړ کوي.
سرچينې زياته کړې، ملګري ملتونه به د سولې په تړاو د هر ډول هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي چې ډېر مهم دی.
ياماموتو وايي: "سولې ته رسېدل له ډېرې هڅې غواړي، خو د افغانستان په بشپړ مالکیت له دغه بهیر څخه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ سره، زه محتاطانه خوشبین یم چې موږ په سم لوري د تګ په حال کې یو."
د يادونې ده، تېره اوونۍ کابل ته د سفر پر مهال د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم په ډاګه کړې وه، چې وسله او ټاکنې يې په لومړيتوبونو کې دي.
login or register a new account.