کندهار (پژواک، ۱۰ چنګاښ ۹۸): په کندهار ښار او دوو ولسوالیو کې یې یوه ملکي وګړي او ۳۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
نن سهار شاوخوا اووه بجې د کندهار ښار د ۱۰مې امنیتي حوزې په ساحه کې د کابل اډې له بلاکونو سره چاودنه وشوه چې په کې یو ملکي وګړی ووژل شو.
یوې امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د ماین چاودنې هدف معلوم نه دی خو په دې پېښه کې د ملي اردو یو پخوانی تقاعد شوی ډګروال وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، پولیسو د پېښې په تړاو څېړنې پيل کړې دي.
د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې ۲۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د امنیې قوماندان سکرتر قسیم ازاد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه برید تېره شپه د یادې ولسوالۍ په لکړۍ سیمه کې د بهرنیو ځواکونو له خوا شوی دی.
دی زیاتوي، په دغه برید کې ۱۱ وسله وال وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
په شاولیکوټ ولسوالۍ کې بیا ۶ وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
ازاد د دې پېښې په اړه پژواک ته وویل، د شاولیکوټ په شاجوی مانده سیمه کې یوې وسله والې ډلې ماین ځای پر ځای کاوه چې چاودېدلې او ۶ کسان یې وژلي دي.
دی وايي، په وژل شوو کې د سودیس په نوم د وسله والو یو قوماندان هم شامل دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د معروف ولسوالۍ پر مرکز خونړي بریدونه وکړل چې ګڼو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن