Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

متخصص ډاکتران په لوګر کې د ناامنیو له امله دنده نه ترسره کوي

پل علم (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): د لوګر د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي چې متخصص ډاکتران د امنيتي ستونزو له امله په دغه ولایت کې دنده نه ترسره کوي او دغه کار ورته ستونزې جوړې کړې دي.

د لوګر د عامې روغتيا رييس رسول ګل ثمر د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ټولو برخو کې يې خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي خو د متخصصو ډاکټرانو په برخه کې له ستونزو سره مخ دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د لوګر د ملکي روغتون په ګډون په دغه ولايت کې ٥٣ روغتيايي مرکزونه شته چې خلکو ته خدمات وړاندې کوي.

ده زياته کړه: ((په ټولو برخو کې خو په ځانګړي ډول په نسايي ولادي، عقلي او عصبي او اورتوپيدي برخو کې متخصصو ډاکترانو ته سخت ضرورت لرو خو دا چې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه نه دى، نو ډاکټران هم زړه نه ښه کوي چې دلته کار وکړي.))

د ثمر په وينا، دغه ستونزه يې په کابل کې له چارواکو سره شريکه کړې څو د حل لپاره يې جدي اقدامات وکړي.

خو بل لور ته د لوګر ولايتي شورا غړي قريب الله سادات پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې روغتيايي خدمتونه ډېر کمزوري دي.

ده وويل چې ډېرى وخت خلک په دولتي روغتونونو کې په سم ډول د روغتيايي خدمتونو د نه ترسره کېدو له امله ولايتي شورا ته ورځي او شکايتونه کوي.
دى وايي: ((د متخصصو ډاکټرانو، درملو او امکاناتو د نشتوالي له امله ډېرى وخت خلک خپل ناروغان کابل او يا هم نورو ولايتونو ته بيايي.))

دغه راز د ماشومانو متخصص ډاکتر احمد زبير چې د لوګر ولايت اصلي اوسېدونکى دى او دا مهال د کابل ښار په کارته نو سيمه کې معاينه خانه لري، پژواک ته وويل چې د امنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى په خپل ولايت کې دنده ترسره کړي.

هغه وايي: ((هلته وضعيت ډېر خراب دى، زه دلته مريضان هم لرم او هره ورځ تګ راتګ هم نه کېږي، دلته ماشومان هم په مکتب او کورسونو کې دي، نو کابل بهتره دى.))

همدارنګه د نسايي ولادي متخصصې ساجدې شرف پژواک ته وويل چې د لوګر د عامې روغتيا رياست په تشکيل کې د دې لپاره بست هم شته خو د امنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى په دغه ولايت کې دنده ترسره کړي.

دى وويل: ((د دغه پُست وړانديز هم راته وشو خو زما کور په کابل کې دى او هره ورځ تګ راتګ نه شم کولاى.))

د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې له شک پرته په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې شته خو دوى تل هڅه کړې چې د ملکي وګړو امنيت تامين کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.