کابل (پژواک، ١١ چنګاښ ٩٨): دامريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ځواکونو له ایستلو وروسته به په افغانستان کې قوي استخبارات پرېږدي.
ټرمپ دغه څرګندونې له امريکايي ټلوېزيون (فاکس نيوز) سره په ځانګړې مرکه کړې چې تېره شپه خپره شوې ده.
هغه زياته کړې چې افغانستان د ترهګرو لپاره د يوه لابراتوار په څېر دی او که امريکايان ووځي، نو وېره ده چې هغوى يو ځل بيا پياوړي شي.
ډونالډ ټرمپ په دې مرکه کې افغانستان له مشهور امريکايي پوهنتون هارورډ سره تشبيه کړ او ويې ويل چې د ترهګرو لپاره دغه هېواد د همدغه پوهنتون حيثيت لري.
د امريکا ولسمشر ټينګار وکړ چې غواړي خپل سرتېري له افغانستانه وباسي، خو ده زياته کړه، وېرېږي چې د امريکايي ځواکونو له حضور پرته به د افغانستان له خاورې يو ځل بيا پر امريکا بريدونه وشي.
login or register a new account.