Language

د سوداګرۍ وزير: سږ کال به د صادراتو کچه يو ميليارد ډالرو ته ورسېږي

مزارشريف (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۹۸): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزير اجمل احمدي وايي چې سږ کال به د هېواد د صادراتو کچه يو ميليارد ډالرو ته ورسېږي.

احمدي د چنګاښ په ۱۳مه په مزارشريف کې د بلخ له يو شمېر سوداګرو سره په کتنه کې وويل چې سږ کال يې د افغانستان د صادراتو لپاره يو ميليارد ډالر هدف ټاکلی دی.

احمدي وايي چې د صادراتو کچې زياتېدو په برخه کې هوايي دهلېزونو مهم رول لوبولی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزير زياته کړه: ((له موږ سږ کال خپل ډېر توليدي توکي چې پخوا به کور دننه پاتې کېدل، د هوايي دهلېزونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته صادر کړل چې دا چاره د صادراتو کچې په لوړېدو کې اغېزناکه تمامه شوې ده.))

هغه دا هم وويل چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د رېل پټلۍ پروژو په بشپړېدو سره د صادراتو په کچه کې نور زياتوالی هم راشي.

د سوداګرۍ وزير په خپلو خبرو کې وويل چې له وارداتي هېواده پر صادراتي هېواد د افغانستان د بدلېدو چاره افغان حکومت ته لومړيتوب لري.

نوموړي زياته کړه چې حکومت په دې وروستيو کې د شرکتونو د جواز اخيستو په برخه کې هم د سوداګرو لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

احمدي وايي چې د وزارت ډېره پاملرنه په افغانستان کې د صنعت پر پراختيا او په دې برخه کې پر لا زياتې پانګونې ورټوله ده.

هغه وويل چې په مزارشريف کې دوه صنعتي پارکونه موجود دي او سوداګرۍ وزارت به يې د حفاظت او پراختيا په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي.

د سوداګرۍ وزير وايي چې په هېواد کې د تجارت د ودې په خاطر د دولتي او خصوصي سکتور ترمنځ لا ډېرې همغږۍ رامنځته کېدو ته اړتيا ده.

په ورته وخت کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وايي چې بلخ د پانګونې لپاره خوندي سيمه ده چې کورني او بهرني سوداګر ورسره علاقه لري.

هغه زياته کړه چې بلخ ولايت په سيمه کې د وصل د نقطې حيثيت لري او د دوی ټول کوشش دا دی چې د امنيت له پلوه يې همداسې مصوون وساتي.

login or register a new account.