فراه (پژواک،١٤ چنګاښ٩٨): ځايي چارواکي وايي، چې د فراه ولایت مرکز اړوند دهک کلي کې د امنيتي ځواکونو پر پوستې په بريد کې دوه وسله وال طالبان او څلور پولیس وژل شوي دي.
د فراه ولایت د امنيه قوماندانۍ ویاند محب الله محب د چنګاښ په ١٤مه، د پژواک خبری اژانس ته وويل، چې جګړه تیره شپه شاوخوا لس بجې پيل شوه او امنیتي ځواکونو تر دوه ساعتو جګړې وروسته د مقاومت تر څنګ پرې نښودل تر څو د دوى امنيتې پوسته له سقوط سره مخ شي.
د محب په وینا، په دې نښته کې څلور پوليس او دوه وسله وال طالبان وژل شوي، څلور طالبان ژوبل شوي هم دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ويلي، چې په دې بريد کې اوه پوليس وژل شوي او وسلې يې هم دوى له ځانه سره وړي دي.
هغه ادعا کوي ،چې پوستې ته يې سقوط ورکړې، خو پوليس بيا دا خبره ردوي.