Language

خلیلزاد : دا ځل طالبانو سره پر بین الافغاني مذاکراتو او اوربند هم پرمختګونه شوي

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۷): د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، چې دا ځل له طالبانو د بین الافغاني مذاکراتو او اوربند ترڅنګ پر څلورو واړو موضوعاتو پرمختګونه شوي دي.

نوموړي دغه څرګندونې له طالبانو سره د اووم پړاو ددوامداره نهو ورځو ورخبرو اترو وروسته د چنګاښ په ۱۵مه،  په یوه ټویت کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو سره د خبرو اترو د لړۍ له پیلیدو راهیسې دا ځل تر ټولو ډیرې ګټورې خبرې شوې دي.

خلیلزاد ویلي : (( دا ځل مو  دسولې لپاره پر ټولو څلور واړو موضوعاتو د پام وړ پرمختګونه کړي ، چې پکې د ځواکونو وتل، ترهګرۍ سره مبارزه، بین الافغاني مذاکرات او هر اړخیزه اوربند شامل دي.))

نوموړی وایي، چې نن یې د خبرو لړۍ په قطر کې کیدونکي د بین الافغاني ناستې د ملاتړ  په موخه ودروله، دا ناسته د سولې پروسې لپاره ډیره زیاته مهمه ده.

د هغه په وینا، تر دې مخکې چې د سولې په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي، باید یو شمیر نور کارونه هم ترسره شي،

بلخوا د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین په دې خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې دوی له شویو خبرو اترو راضي دي.

د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن په کابل کې ویلي، چې زلمی خلیلزاد له روانو خبرو د افغانستان حکومت په جریان کې ساتي او نن یې هم ولسمشر سره یو نیم ساعت ټیلیفوني خبرې کړې دي.

Related Topics