کندهار (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۹۸): د کندهار په معروف ولسوالۍ کې یو ځل بیا وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ پر مرکز برید کړی چې وروسته په جګړه کې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه لسګونو وسله والو د دې ولسوالۍ پر مرکز برید کړی او د دواړو خواوو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې ده.
هغه زیاتوي، له جګړې سره هم مهاله بهرنیو ځواکونو پر وسله والو برید کړی چې پر مهال یې ۲۵ وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.
خو یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په دې جګړه کې ۱۳ پولیس وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي.
دا په تېره یوه اوونۍ کې دویم خونړی برید دی چې وسله وال یې د معروف ولسوالۍ پر مرکز ترسره کوي.
د روانې چنګاښ میاشتې په اتمه هم وسله والو د ولسوالۍ پر ودانۍ د څلورو هاموې موټرو په وسیله بریدونه وکړل چې امنیتي سرتېرو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
په دغه برید کې د ټاکنو د کمېسیون اړوند ۸ کارکوونکي هم ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په معروف کې د تازه برید په اړه څه نه دي ويلي.
بل خوا د دغه ولايت په خاکرېز ولسوالۍ کې هم ۱۰ پولیسو او ۱۴ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
تېره شپه وسله والو طالبانو د خاکرېز ولسوالۍ به شیرغه سیمه کې د ملي پولیسو پر امنیتي پوستو برید کړی او د دواړو لورو ترمنځ څو ساعته جګړه شوې ده.
د دې ولسوالۍ یوې باوري امنیتي سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دې څو ساعته جګړه کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۸ ټپیان شوي، دغه راز ۶ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP