ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شاه جوی ولسوال : که بیړنۍ مرسته ونه شي، ولسوالي سقوط کوي

د شاه جوی ولسوال : که بیړنۍ مرسته ونه شي، ولسوالي سقوط کوي

کلات (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۸) : د زابل د شاه جوی ولسوال وزیرمحمد جوادی وایي چې په تیرو دوو ورځو کې وسله والو طالبانو د شاه جوي ولسوالۍ پر مرکز پر له پسې بریدونه کړي.

هغه د چنګاښ په ۱۷مه، پژواک اژانس ته وویل، چې په دې بریدونو کې یوه پوسته سقوط شوې ده، شپږ امنیتي سرتیري او لس وسله وال وژل شوی څلور سرتیري او اوه وسله وال زخمیان دي.

ولسوال وایي، چې په دې نښتو کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوی او د ولسوالۍ د ودانۍ په ګډون په بازار کي ګڼو دوکانونو ته هم زیان اوښتی دی.

 نوموړي وویل چې د زابل د بیلابیلو ولسوالیو تر څنګ له غزني او کندهار څخه ګڼ شمیر طالبان هلته ورغلی او ډله ییز بریدونه کوی په هره حمله کي ۲۰۰-۳۰۰ طالبان وي او غواړي ولسوالۍ سقوط کړی.

د هغه په وینا، له بیا بیا غوښتنو سره تر اوسه هلته میشتو ځواکونو ته مرسته نه ده رسیدلې.

ولسوال جوادي له مرکزي حکومته غوښتنه وکړه، چې باید بیړنۍ ځکنۍ او هوایي مرسته وکړي او که ولسوالۍ سقوط شوه، نو ډیر زیات تلفات به واوړي.

نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو له تیرې یوې اونۍ راهیسې مخابراتي شبکې هم بندې کړې، چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وینا، له طالبانو سره پاکستاني وسله وال هم  ملګري او تیره شپه په جګړه کې یو پاکستانی پوځي هم وژل شوی دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي چې په شاه جوی   کې یې څلور پوستې نیولې او تر شلو زیات پولیس یې وژلي دي.

           

 

Views: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.