کابل (پژواک ٢٢ چنګاښ ٩٨): د افغانستان د ملي امنيت سلاکار وايي چې د سولې په اړه د افغانانو ترمنځ ناستې او خبرې هرځاى ګټورې دي او د قطر ناسته يې يو ښه پيل دى.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي نوموړي دغه خبرې په کابل کې د جرمني له سفیر پیتر پراګل سره په خبرو کې کړې دي.
سرچينه زياتوي، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي چې د سولې په اړه د افغانان ترمنځ ناستې او خبرې هرځای او هر وخت ګټورې او مهمې دي.
نوموړي په دې برخه کې د قطر د وروستۍ ناستې یادونه وکړه، چې د ځینو ملاحظاتو باوجود یو ښه پیل بلل کېدلای شي.
د قطر په پلازمېنه دوحه کې د چنګاښ په ١٦مه او ١٧مه دوه ورځنۍ بين الافغاني ناسته چې د قطر او جرمني حکومتونو په همکارۍ او مرستې د ٦٠ کسانو په ګډون جوړه شوې وه، د اته ماده ييز پرېکړه ليک په خپرولو سره پاى ته ورسېده. په دې ناسته کې د طالبانو د ١٧ کسيز پلاوي تر څنګ له کابل، اروپا او نورو هېوادونو افغان سياستوال، مدني ټولنې او د ښځو استازو ګډون کړى و.
د خبرپاڼې په حواله، نوموړي له المان هېواد او برغاف موسسې مننه وکړه چې د دوحې ناستې په جوړونه کې یې مرسته وکړه او د دې زمینه یې برابره کړه، چې د افغان سولې په اړه نظریات، خبرې او وړاندیزونه شریک شي.
سرچينه کاږي، د جرمني سفیر په داسې حال کې، چې د سولې په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د ملاتړ او هڅو ستاینه وکړه، وویل چې د سولې د ټینګېدو لپاره دغه ډول هڅې جاري ساتي.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، دواړو لورو د بین الافغاني ناستې د بل پړاو په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې له افغان حکومت سره په تفاهم به یاده پروسه پر مخ ځي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن