Language

د امريکا دفاع وزارت: فارياب کې مو يو سرتېرى وژل شوى

کابل (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨) : د امريکا دفاع وزارت ويلي چې د افغانستان په فارياب ولايت کې يې د ځانګړو ځواکونو يو سرتېرى وژل شوى دى.

ددغه وزارت له خوا د چنګاښ په ٢٤مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ٤٠ کلن سرتېرى د شنبې په ورځ په فارياب ولايت کې د عملياتو پر مهال لومړى ټپي او وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.

سرچينې ويلي، نوموړي د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په عملياتو کې د برخې اخيستلو پر مهال د وسله والو مخالفينو د سپکو وسلو په ډزو کې ټپي شوى و.

د امريکا ددفاع وزارت ويلي چې ددې پېښې په اړه څېړنې پيل شوې دي.

د يادونې ده چې دوه اوونۍ مخکې په اروزګان ولايت کې دوه امريکايي سرتېري په يوه نښته کې وژل شوي وو.

له ٢٠٠١ زېږديز کال راهيسې په افغانستان کې د امريکا شاوخوا ٢٤٠٠ سرتېري وژل شوي دي.

login or register a new account.