کندهار ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨) : د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې دريېو پولیسو خپل ۶ پوليس ملګري وژلي دي .
که څه هم امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو يوې باوري امنيتي سرچینې د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په کافربند سيمه کې رامنځته شوې د ه.
سرچينې زياته کړه، ديوې امنيتي پوستې درېيو پولیسو چې له وسله والو طالبانو سره يې اړیکې لرلې، خپل ۶ ملګري پر ډزو وژلي او تښتېدلي دي.
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې ددوى درې تنو نفوذي ملګرو پر يادې پوستې بريد کړى، شپږ پوليس يې وژلي، ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې له يوه موټر سره له ځانه سره وړي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP