منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۹ غ.م
۴°ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې شپږ پوليس د خپلو نورو پوليس ملګرو له خوا وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۷۹ کتنې

کندهار ښار (پژواک، ٢٤ چنګاښ ٩٨) : د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې دريېو پولیسو خپل ۶ پوليس ملګري وژلي دي .

که څه هم امنیتي چارواکي په دې اړه څه نه وايي، خو يوې باوري امنيتي سرچینې د چنګاښ په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د دغې ولسوالۍ په کافربند سيمه کې رامنځته شوې د ه.

سرچينې زياته کړه، ديوې امنيتي پوستې درېيو پولیسو چې له وسله والو طالبانو سره يې اړیکې لرلې، خپل ۶ ملګري پر ډزو وژلي او تښتېدلي دي.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې ددوى درې تنو نفوذي ملګرو پر يادې پوستې بريد کړى، شپږ پوليس يې وژلي، ګڼ شمېر وسلې او  مهمات يې له يوه موټر سره له ځانه سره وړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه