ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پوځي عملیاتو کې د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره کمېټه جوړه شوه

په پوځي عملیاتو کې د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره کمېټه جوړه شوه

author avatar
17 Jul 2019 - 09:13
په پوځي عملیاتو کې د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره کمېټه جوړه شوه
author avatar
17 Jul 2019 - 09:13

د ملي امنيت شورا وايي، چې د امنیتي سکتور د مشرتابه ناستې پرېکړه وکړه، چې د پوځي عملیاتو د اغېزو د کتو او د ملکي زیانونو د ارزونې لپاره دې یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

د امنيت شورا لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ناسته چې نن د ملي امنیت د سلاکار ډاکټر حمدالله محب تر مشرۍ لاندې جوړه شوه د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت لوی ریاست څخه وغوښتل، چې له امنیت شورا سره په ګډه یوه کاري کمېټه رامنځته کړي.

د ملي امنیت سلاکار وویل، حکومت ټولې هغه لارې چارې کاروي، چې د ملکي وګړو ژوند خوندي شي، خو متاسفانه وسله وال طالبان له عامو خلکو او ځایونو د سپر په توګه کار اخلي او په دوامدار شکل ملکي اهداف په نښه کوي.

د امنیتي سکتور په ناسته کې د هیواد د نورو ولایتونو پر امنیت هم خبرې وشوې او اړونده ادارو ته لارښوونه وشوه، چې د ستونزو د حل په موخه اړین اقدامات وکړي.

دې ناستې ته د تورخم بندر په اړه د هغه تحقیق رپوټ هم وړاندې شو، چې د جلالتمآب ولسمشر د حکم پر بنسټ تیار شوی او هلته ځینې جدي امنیتي او قانوني ستونزې په ګوته کوي. د امنیتي سکتور مشرتابه ناستې لارښوونه وکړه، چې هر اداره مکلفه ده د تحقیق موندنې جدي ونیسي او په اړه یې قانوني اقدامات وکړي.

د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د عملياتو او بمباريو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.