مزارشريف ( پژواک، ۳۱چنګاښ ۹۸): د بلخ ولايت مقام له خوا مزارشريف ښار دننه او د بلخ په څوارلس ولسواليو کې د ټولو خصوصي مخابراتي کمپنيو خدمات تر نامعلومې مودې وځنډول شول.
وړمه شپه په لومړي ځل مخابراتي شبکو د امنيتي ګواښونو له امله په مزارشريف ښار کې خپل خدمات ځنډولي وو، چې دې کار د بلخ د سيمه ييزې ادارې غوسه پارولې ده.
تېره ورځ د بلخ ولايت نظامي شورا په يوې بېړنۍ ناسته کې پرېکړه وکړه، که مخابراتي شبکې بيا هم د شپې له خوا په مزارشريف کې خپل فعاليت بند کړي؛ نو د دوی له خوا به يې دفترونه وتړل شي.
بلخ ولايت مقام هغه مهال خپله دغه پرېکړه عملي کړه او په مزارشريف ښار او د دې ولايت په ۱۴ ولسواليو کې يې د مخابراتي شبکو خدمات وځنډول، چې کله يادو شبکو تېره شپه يو ځل بيا خپل فعاليتونه بند کړي وو.
د بلخ د مخابراتو رييس محمد تقي د چنګاښ په ۳۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې مزارشريف کې د ټولو خصوصي مخابراتي شرکتونو خدمات تر نامعلومې مودې پورې د دوی له خوا ځنډول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې مخابراتي شبکو په خپل سر او د بلخ له مسوولينو سره د موضوع له شريکولو وړاندې مزارشريف کې خدمات قطع کړي وو، چې د ښار د ټولنيز امنيت خرابولو کې يې نقش درلود.
نوموړي زياته کړه، مزارشريف کې د مخابراتي شبکو د دفترونو مهر او لاک کولو تر څنګ يادې شبکې او مسوولين يې څارنوالۍ ته هم معرفي شوي دي.
هغه وايي؛ څو چې ياده ستونزه حل کېږي؛ نو د مزار ښاريان دې له دولتي سيمکارت څخه استفاده وکړي.
په ورته وخت کې د بلخ د ولايتي شورا رييس افضل حديد هم د مخابراتي شبکو وروستي اقدام باندې، چې د شپې له خوا خدمات بندوي، نيوکه کوي او زياتوي، چې د يادې ستونزې د اساسي حل په لټه کې دی.
نوموړي وويل چې مزارشريف کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی او د مخابراتي شبکو له خوا د خدماتو بندېدو لپاره هېڅ قانع کوونکی دليل وجود نه لري.
حديد همدا راز وويل، چې په يو ځلي توګه مزارشريف کې د شپې له خوا د مخابراتي شبکو د فعاليتونو بندېدل، د بلخ سيمه ييزې ادارې پر وړاندې دسيسه ده؛ خو دا يې ونه ويل چې د يادې دسيسې تر شا څوک لاس لري.
مزار کې د مخابراتي شبکو بندېدو سره خلک هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP