Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د نايب امين الله خان ٣٠٠ بستريز روغتون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

پل علم (پژواک، ٢ زمرى ٩٨): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې د پاکستان په مرسته جوړ شوى د نايب امین الله خان ۳۰۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دغو مراسمو کې د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز، د پاکستان د سرحدونو او پارلماني چارو وزير شهريار خان افريدي، د لوګر والي محمد انور خان اسحاقزي، د ښار جوړونې او ځمکو وزیر محمد جواد پیکار، د امنيت شورا سلاکار سرور احمدزي، د پاکستان سفير، د ولسي جرګې استازو او نورو کسانو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزدین فیروز په خپلو خبرو کې خوښي وښوده چې د نايب امین الله خان د ۳۰۰ بستریز روغتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کوي.

ده زياته کړه چې د دغه ولایت د روغتیا په برخه کې چې کومې ستونزې لیدل کېږي، له دې وروسته به یې د ګراف کچه راښکته شي او دغه زون به د دغه روغتون په ایجاد سره له غوره چوپړتیاوو برخمن شي.

فیروز د هغو ستونزو چې لا هم د روغتیا په برخه کې لیدل کېږي، د حل ژمنه وکړه.

په پارلماني چارو کې د پاکستان هېواد د دولت وزیر شهریار افریدي وويل: ((زما ارمان و چې افغانستان ته راشم چې دا ارمان مې نن په حقیقت بدل شو.))

هغه دغه راز زیاته کړه، افغانستان او پاکستان وروڼه هېوادونه دي او غواړي چې خپلې اړیکې لا ښې کړي.

هغه زياته کړه، د ټولې نړۍ امن په افغانستان پورې تړلی، که چېرې په افغانستان کې امن راغی، نو په ټوله نړۍ کې به امن تامین شې.

هغه ژمنه وکړه چې دوی به هېڅ ډول همکارۍ له افغانستان هېواد ونه سپموي.

دغه روغتون په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د پاکستان په مالي مرسته د نږدې ۱۹ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د عامې روغتیا وزارت تر نظر لاندې په نږدې ۲۰ جریبه ځمکه کې د لوګر د مرکز اړوند د کنجک سیمه کې د نايب امین الله خان په نوم جوړ شوی دی.

د یادونې ده، یاد روغتون چې په درېیو پوړونو کې جوړ شوی، د رغونې چارې یې د پاکستان د NSPAK ساختماني شرکت له لوري نږدې لس کاله مخکې پيل شوې وې.

همدارنګه یاد روغتون به چې په نوي او پرمختللو طبي وسایلو سمبال دی، پر یو وخت د ۱۵۸ بسترونو وړتیا ولري او اوسمهال په کې تر شاوخوا ۱۷۴ روغتیایي، اداري او خدماتي کارکوونکي کار کوي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.