مزارشريف (پژواک، ۲ زمری ۹۸): د بلخ د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو د فعالیت په بندېدو سره خصوصي سکتور او سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان اوښتی دی.
د بلخ سوداګر وايي، ټولې تجارتي اړيکې يې پرې شوې او له حکومته غواړي چې يادې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
له څلورو ورځو راهیسې مخابراتي شبکې په بلخ کې د شپې له خوا د طالبانو د ګواښ له امله خپل خدمات بندوي خو د بلخ سيمه ييزې ادارې د مخابراتي شبکو دغه اقدام دسيسه وبلله او په دغه ولايت کې يې د ټولو خصوصي مخابراتي شبکو دفترونه وتړل.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس ارش يونسي د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څلورو ورځو راهيسې په بلخ کې د مخابراتي شبکو په بندېدو سره خصوصي سکتور، سوداګرو او پانګوالو ته ميليونونه ډالر زيان اوښتی دی.
هغه زياتوي چې د مخابراتي خدماتو په بندېدو سره په بلخ کې د اقتصاد، سوداګرۍ او کاروبار چارې خورا محدودې شوې او تر اوسه سيمه ييزې ادارې او نه هم مخابراتي شبکو په دې تړاو خلکو ته قانع کوونکی ځواب ويلی دی.
د نوموړي په وينا، د بلخي سوداګرو اړيکې له خپلو تجارتي پارټنرانو سره هم په کور دننه او هم له هېواده بهر پرې شوې دي.
د بلخ د سوداګرۍ خونې رييس په خپلو خبرو کې وويل چې د دغو ستونزو په دوام سره به د کورنيو او بهرنيو پانګوالو لېوالتیا کمه شي او په خبره يې چې له بلخ څخه د پانګې فرار ته به زمينه برابره شي.
نوموړي وويل: ((دمګړۍ د ډېرو بانکونو چارې يا په ټپه درېدلې او يا هم محدودې شوې او همدا راز بازارونو او لويو مارکېټونو کې عمده پېر او پلور درېدلی چې دغه حالت منفي تاثير لري.))
يونسي زياته کړه چې په بلخ کې د روان وضعيت دوام ورته په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی او له حکومته غواړي چې دې ستونزې ته ژر تر ژره د پای ټکی کېږدي.
د بلخ سوداګر محمد شفيق هم پژواک ته وويل چې د مخابراتي شبکو خدماتو په بندېدو سره په دغه ولايت کې تجارتي چارې زيانمنې شوې دي.
نوموړي وويل چې مخابراتي شبکو په ناڅاپي ډول په مزارشريف کې خپل خدمات قطع کړل چې دغه کار د سوداګرو تر څنګ عام خلک هم اندېښمن کړي دي.
د هغه په خبره، د سوداګريزو چارو او تجارتي ودې لپاره اړتيا ده چې ډاډمنه فضا رامنځته شي او د خلکو اندېښنو ته مثبت ثواب وويل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن