ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حیدري: په زابل کې د خیالي پولیسو پر ځاى سلګونه نوي پوليس ګومارل شوي

حیدري: په زابل کې د خیالي پولیسو پر ځاى سلګونه نوي پوليس ګومارل شوي

author avatar
25 Jul 2019 - 16:14
حیدري: په زابل کې د خیالي پولیسو پر ځاى سلګونه نوي پوليس ګومارل شوي
author avatar
25 Jul 2019 - 16:14

کلات (پژواک، ٣ زمرى ٩٨): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مسوولین وایي چې په زابل کې يې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او د هغوی د پیاوړتیا په موخه هڅې پیل کړې او په دې لړ کي يې خیالي پولیس صفر کړي دي.

د دغه وزارت له خوا زابل ته د ور لېږل شوي پلاوي مشر پاسوال نعمت الله حیدري د زمري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې د مرکزي حکومت په لارښوونه زابل ته د امنیتي حالاتو د څېړلو او ښه کولو لپاره ورغلی او په تېرو لسو ورځو کې يې د امنیې قوماندانۍ مربوط ټولې چارې څېړلې او ستونزې يې معلومې کړې دي.

هغه زياته کړه چې د پولیسو په لیکو کې چې کوم خیالي کسان ځای پر ځای شوي وو او د نا امنۍ سبب کېدل، هغه یې صفر کړي او پر ځای یې سلګونه نوي پولیس ګومارلي دي.

حیدري ومنله چې پولیسو د زابل په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر امنیتي پوستې پرېيښې دي او ځینې سیمې تر ګواښ لاندې وې خو وايي چې اوس بېرته افغان ځواکونو تعرضي حالت غوره کړی او ژر به حالات ښه شي.

د راغلي پلاوي مشر وویل چې د زابل اوسېدونکي باید ډاډه و اوسي؛ ځکه وسله وال مخالفین یواځې په تبلیغاتي برخه کې پیاوړي دي خو د جنګ په میدان کې هېڅ لاسته راوړنه نه لري.

په زابل کې په داسې حال کې د پولیسو په لیکو کې د خیالي سرتېرو د شتون د پای ته رسېدو په اړه خبر ورکول کېږي چې به تېرو درېیو میاشتو کې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې جنګونو زور اخیستی چې په کې افغان ځواکونو او په خاصه توګه پولیسو ته درانه تلفات ور اوښتي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.