درېيم تعقيب- کابل (پژواک، ۳ زمری ۹۸): د عامې روغتيا وزارت وايي چې د کابل ښار په ۱۶مه امنيتي حوزه کې د کانونو او پټروليم وزارت د کارکوونکو پر موټر ځانمرګي بريد کې اته مړي او ۲۷ ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار وايي چې په وژل شوو اتو کسانو کې پنځه ښځې او يو ماشوم شامل دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي وايي چې نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار د ملي بس څلورلارې په ساحه کې د کانونو او پټروليم وزارت د کارکوونکو پر موټر د موټرسايکل په وسيله ځانمرګی بريد وشو.
د رحيمي په خبره، له ياد ځانمرګي بريد وروسته په سيمه کې دويمه چاودنه هم شوې ده.
د کانو او پتروليم وزارت سرپرسته نرګس نهان وايي، د دغه وزارت پر کارکوونکو ځانمرګي بريد کې اته کارکوونکي وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
هغه زياتوي: "د کانونو او پټروليم وزارت رهبري له بريد وروسته د ټپيانو لېدو ته روغتونونو ته تللي څو زخميانو ته وينه ورکړي او شهیدانو ته لازمه رسېدنه وشي او له امنيتي ارګانونو غواړو چې دغه پېښه په جدي ډول وڅېړي."
د ده په وينا، دغه ډول بريدونه پر استخراجي کړنو هېڅ ډول اغېز نه لري او دوی په خپلو کارونو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې چې دوه کاله مخکې هم د ياد وزارت پر کارکوونکي ورته بريد شوی و چې له امله يې ۱۵ انجنيران وژل شوي وو.
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د کابل ښار د ملي بس په څلورلاره کې چې کومې دوه چاودنې پر کاسټر موټر شوې دي، په دوی پورې اړه نه لري.
خو تر اوسه کومې بلې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.
دغه رازا نن له يادو دوو چادونو وروسته د کابل ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د ډسپيچري په سيمه کې يو بل موټربم بريد هم شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن