ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: افغانستان له خپل هیڅ ګاونډي سره ستونزې نه لري

غني: افغانستان له خپل هیڅ ګاونډي سره ستونزې نه لري

author avatar
25 Jul 2019 - 19:58
غني: افغانستان له خپل هیڅ ګاونډي سره ستونزې نه لري
author avatar
25 Jul 2019 - 19:58

کابل (پژواک ٣ زمرى ٩٨): ولسمشر غني وايي، افغانستان له خپل هیڅ ګاونډي سره ستونزې نه لري او دوى نه یواځې د خپلو ولایتونو، بلکې هر ګاونډي سره هم د همغږۍ طرحې لري.

له ارګ څخه پژواک خبري ژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه خبرې نن په نورستان، کونړ، لغمان او لوګر  ولایتونو کې د ۱۵ بېلابېلو پرانيستل شویو پروژو په مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شوي و، د وينا پرمهال کړې دي.

سرچينه زياتوي، نن د ډېر ویاړ ځای دی، هغو ولایتونو ته چې پخوا ورته پاملرنه نه وه شوې، پاملرنه شوې ده. نن افغان ولس او دولت لاسونه سره یو کړى او په ګډه به خپل وطن جوړوو.

د ده په وينا، نورستان چې تر دې وړاندې یې حتی ولسوالۍ سره وصل نه وې، له دې وروسته نورستان وصلېږي او ابادېږي.

هغه زیاته کړه، شپږ کاله مخکې د نورستان مرکز پارون کې له څو ودانیو پرته بل څه نه وو، مګر د پارون اساس به داسې کېښودل شي چې خلک یې نندارې ته راشي.

دى وايي په کونړ کې زموږ سترو پانګونو ته پاملرنه نه ده شوې، په دغه ولایت کې ۵۲۰۰ جریبه ځمکه خوندي کېږي او د دغه ولایت نوی ښار ورباندې ابادېږي. د کونړ د لرګيو د قاچاق مخه نیول شوې، د دارالامان ماڼۍ او د پغمان ټولې ماڼۍ ورڅخه جوړې شوې دي.

غني د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅو او اتلولیو څخه په مننې کولو وویل، زموږ اصلي هدف په افغانستان کې تلپاتې او باعزته سوله ده، افغانستان له خپل هیڅ ګاونډي سره ستونزې نه لري او موږ نه یواځې د خپلو ولایتونو، بلکې هر ګاونډي سره هم د همغږۍ طرحې لرو. موږ خپلو ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې غواړو، ځکه باعزته او سوله ییز افغانستان د ټولو په ګټه دی.

ولسمشر په ټینګار سره وویل، د اوبو مدیریت او مهارول زموږ لومړیتوب دی، دا مهال په ټول افغانستان کې د اوبو مدیریت او  مهارول پیل شوي او موږ باید خپلو منابعو ته انکشاف ورکړو، ځکه چې پایداره دي.

هغه په ټینګار سره وویل، د جمهوري ریاست ټاکنې حتمي او ضروري دي او موږ له هر ډول درغلۍ پاکې، شفافې، ټولشموله او په اصولو برابرې ټاکنې غواړو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې مراسمو کې عبدالرحمن رحماني د نورستان، جمال الدین سیار د کونړ، حاجي شېرعباس خوشيوال د لوګر او عمران الله خنجر د لغمان ولایتونو په استازیتوب د سړکونو جوړولو، ورزشي لوبغالو، انتظار خونو، جامع جومات، د قېمتي ډبرو د سوداګریز مرکز، ساینسي مرکز، د لرګیو د نجارۍ فابریکې، شاهي کانال، روغتیا او اوبو مدیریت اړوند بېلابېلو  پروژو د پرانیستې په خاطر د جمهور رئیس غني د هڅو قدرداني وکړه.

یادو ویناوالو د نورستان پوهنتون لپاره د ځمکې د استملاک په خاطر د بودجې د ځانګړي کېدو، د کونړ د ۲۰۰ بستریز روغتون د تشکیل د منظورۍ، د یتیمانو لپاره د روزنتونونو د جوړولو، د معیاري او هر اړخیزې سرشمېرنې او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.

سرچينه کاږي، ولسمشر غني یادو ویناوالو څخه د ولسونو د وړاندیزونو او غوښتنو د شریکولو او پرانیستل شویو پروژو څخه د دوی د قدردانۍ په خاطر مننه وکړه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.