Language

خليلزاد: بین الافغاني مذاکرات د امريکا او طالبانو ترمنځ له تړون وروسته پيلېږي

کابل (پژواک، ٦ زمرى ٩٨): د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې له طالبانو سره د امريکا له تړون وروسته به نېغ په نېغه بين الافغاني مذاکرات پيل شي.

دا په داسې حال کې ده، افغان حکومت پرون اعلان وکړ چې په راتلونکو دوو اوونيو کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې مستقیمې خبرې اترې پيل شي.

زلمى خليلزاد وايي چې د افغانانو خپلمنځي ناسته له طالبانو سره د امريکا د تړون له بشپړېدو وروسته پيلېږي.

هغه د زمري په ٦مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي چې له طالبانو سره د دوى له تړون وروسته به د افغانانو دا خبرې د طالبانو له يوې ټول شمولې اغېزناکې او ملي مرکچي ډلې سره کېږي چې په کې به لوړ پوړي حکومتي چارواکي، د مهمو سياسي ګوندونو استازي، مدني ټولنې او ښځې ګډون ولري.

د سولې په چارو کې د دولت وزير سلام رحيمي پرون ويلي وو چې دوى د مرکچي پلاوي لپاره د پځلسو کسانو پر نومونو غور کوي.

سرچينې زياته کړې وه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو اترو کېدو لپاره د حکومت د هڅو پر دوام، دغه خبرې اترې تر راتلونکو دوو اونیو پیلېږي.

سرچينه کاږي، د پلاوي په غړو کې هغه څېرې چې څه موده مخکې یې د دوحې په غونډه کې ګډون درلود او همداراز متخصص او مسلکي کسان شامل دي.

د افغانستان د دولت پلاوی د علماوو، ښځو او مدني ټولنې د غړو په ګډون د بېلابېلو اقشارو استازولي کوي.

حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو پيلېدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې طالبانو تر اوسه پورې له دې ډول خبرو انکار کړی دی.

دغه راز تمه ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د اتم پړاو خبرې هم په نږدې ورځو کې په قطر کې پيل شي.

login or register a new account.