کابل (پژواک ٧ زمرى ٩٨): د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړى استازى وايي، هېواد یې تیار دی د افغانانو په مشرۍ د بین الافغاني تفاهم په برخه کې د افغان حکومت په مشوره خپله ونډه او رول ادا کړي.
نوموړي دغه خبرې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په کتنه کې کړې دي.
د ملي امنيت شورا له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان لپاره د ازبکستان له ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشېف سره په کتنه کې ډاکټر محب وویل، چې تمه ده یاده ملګرتیا هم د هېواد په اقتصادي وده او هم ثبات کې اغېزناک واقع شي او موجودې ستونزې مو له منځه ولاړې شي.
سرچينه کاږي، د ازبکستان استازي په دواړو برخو کې د افغان حکومت له ښه نیت او همکاریو د مننې کولو ترڅنګ ټینګار وکړ، چې په تېره بیا د سولې په اړه د نظام د دریځ او پالیسیو ملاتړ کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن