Language

د پکتيا چارواکي: د سولې روانو خبرو په طالبانو کې د جګړې انګېزه کمزورې کړې ده

ګردېز (پژواک، ٧ زمرى ٩٨) : د سوېل ختيځ زون چارواکي وايي، وسله وال طالبان ډېر ځپل شوي، نه يوازې په جګړه کې د پرمختګ مخه يې نيول شوې، بلکې د سږ لپاره يې ډېری لوی عملياتي پلانونه هم شنډ شوي دي.

دوی وايي، د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د نظامي عملياتو، د خلکو د غبرګونونو او د سولې په اړه پر هغوی د فشارونو له امله يې د جګړې انګېزه کمزورې شوې ده.

د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې په عامه ځايونو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله په هغوی کې خپلمنځي درزونه هم پيدا شوي او د جګړې لپاره يې نوی جذب خورا کم شوی دی.

کټوازي د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې روانې خبرې هم خپل اغېز لري او ډېری ملي او نړيوال بنسټونو پر طالبانو فشار راوړی چې له جګړې لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه: ((د دښمن لاندې کسان هم پر دې پوه شوي چې کومه جګړه چې کوي، دا ناروا او نامشروع جګړه ده. د پکتيا مېشتو طالبانو تعداد ډېر کم شوی او نوی جذب يې هم اخر حد ته راټيټ شوی دی. د هغوی انګېزه شديده کمه شوې او په جنګ کې هم کمزوري شوي دي.))

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان بريد جنرال خان الله شجاع وايي ملي امنيتي ځواکونو تېر ټول ژمی نظامي عمليات ترسره کړل او د اوړي لپاره يې د وسله والو طالبانو د جګړه ييزو اکمالاتو مخنيوی وکړ.

شجاع پژواک ته وويل چې د جګړې اوږدولو او عامو خلکو ته د زيانونو اړولو له امله د وسله والو طالبانو ترمنځ په لويه او کوچنۍ کچه خپلمنځي ستونزې هم زياتې شوې دي.

هغه وايي: ((تېر ژمی وسله وال پوځ او مسلح قوتونه قطعاً ارام کېناستل، موږ ټول ژمی د دوی پر ځپلو تېر کړ، هغه ډول چې دوی بايد د اوړي لپاره اکمالات کړي وای او ځانونه يې اماده کړي وای، موفق نه شول، بل په ډېرو ځايونو کې د دوی پر وړاندې د خلکو درېدل او تنفر دی چې بالاخره دوی هم انسانان دي، دوی خو به هم خپل ځان په اينه کې ګوري چې دوی څه کوي.))

د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز هم وايي چې سږ کال د تېرو هغو په پرتله له امنيتي اړخه توپير لري او له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه حالت تر کنټرول لاندې دی.

هغه زياته کړه: ((خلک هم له طالبانو بېزاره شوي دي، طالبانو همېشه کوشـش کړی چې وحشت او دهشت رامنځته کړي او عامو خلکو او ځايونو ته يې ضرر رسولی دی. خلک پر دې پوه شوي او له امنيتي ځواکونو سره یې زړه غواړي.))

خلک هم وايي چې سږ د تېر هغه په پرتله امنيتي پېښې کمې دي چې په خبره يې د سولې د فرصت لپاره ترې ګټه اخيستل کېدای شي.

د ګردېز اوسېدونکی نعمت الله ننګيال وايي چې د اسلامي نړۍ بېلابېلو بنسټونو او علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې چې دا هم د جګړې د شدت په کموالي او د جنګياليو په زړه نازړه توب کې رول لري.

login or register a new account.