ګردېز (پژواک، ٧ زمرى ٩٨) : د سوېل ختيځ زون چارواکي وايي، وسله وال طالبان ډېر ځپل شوي، نه يوازې په جګړه کې د پرمختګ مخه يې نيول شوې، بلکې د سږ لپاره يې ډېری لوی عملياتي پلانونه هم شنډ شوي دي.
دوی وايي، د وسله والو مخالفينو پر وړاندې د نظامي عملياتو، د خلکو د غبرګونونو او د سولې په اړه پر هغوی د فشارونو له امله يې د جګړې انګېزه کمزورې شوې ده.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی وايي چې په عامه ځايونو کې د وسله والو طالبانو د بريدونو له امله په هغوی کې خپلمنځي درزونه هم پيدا شوي او د جګړې لپاره يې نوی جذب خورا کم شوی دی.
کټوازي د زمري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سولې روانې خبرې هم خپل اغېز لري او ډېری ملي او نړيوال بنسټونو پر طالبانو فشار راوړی چې له جګړې لاس واخلي.
نوموړي زياته کړه: ((د دښمن لاندې کسان هم پر دې پوه شوي چې کومه جګړه چې کوي، دا ناروا او نامشروع جګړه ده. د پکتيا مېشتو طالبانو تعداد ډېر کم شوی او نوی جذب يې هم اخر حد ته راټيټ شوی دی. د هغوی انګېزه شديده کمه شوې او په جنګ کې هم کمزوري شوي دي.))
د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان بريد جنرال خان الله شجاع وايي ملي امنيتي ځواکونو تېر ټول ژمی نظامي عمليات ترسره کړل او د اوړي لپاره يې د وسله والو طالبانو د جګړه ييزو اکمالاتو مخنيوی وکړ.
شجاع پژواک ته وويل چې د جګړې اوږدولو او عامو خلکو ته د زيانونو اړولو له امله د وسله والو طالبانو ترمنځ په لويه او کوچنۍ کچه خپلمنځي ستونزې هم زياتې شوې دي.
هغه وايي: ((تېر ژمی وسله وال پوځ او مسلح قوتونه قطعاً ارام کېناستل، موږ ټول ژمی د دوی پر ځپلو تېر کړ، هغه ډول چې دوی بايد د اوړي لپاره اکمالات کړي وای او ځانونه يې اماده کړي وای، موفق نه شول، بل په ډېرو ځايونو کې د دوی پر وړاندې د خلکو درېدل او تنفر دی چې بالاخره دوی هم انسانان دي، دوی خو به هم خپل ځان په اينه کې ګوري چې دوی څه کوي.))
د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز هم وايي چې سږ کال د تېرو هغو په پرتله له امنيتي اړخه توپير لري او له نورو امنيتي ارګانونو سره په ګډه حالت تر کنټرول لاندې دی.
هغه زياته کړه: ((خلک هم له طالبانو بېزاره شوي دي، طالبانو همېشه کوشـش کړی چې وحشت او دهشت رامنځته کړي او عامو خلکو او ځايونو ته يې ضرر رسولی دی. خلک پر دې پوه شوي او له امنيتي ځواکونو سره یې زړه غواړي.))
خلک هم وايي چې سږ د تېر هغه په پرتله امنيتي پېښې کمې دي چې په خبره يې د سولې د فرصت لپاره ترې ګټه اخيستل کېدای شي.
د ګردېز اوسېدونکی نعمت الله ننګيال وايي چې د اسلامي نړۍ بېلابېلو بنسټونو او علماوو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې چې دا هم د جګړې د شدت په کموالي او د جنګياليو په زړه نازړه توب کې رول لري.
ننګيال پژواک ته وويل: ((د جګړې نرمښت د اسلامي هېوادونو د سازمان غوښتنه ده او اسلامي هېوادونو او علماوو د جګړې په حراموالي فتوا ورکړې ده. بل پر دوی د ګاونډيو هېوادونو فشارونه هم دي چې سولې ته ځان نږدې کړي.))
محمد رياض وايي چې خلک په عامه ځايونو کې د وسله والو طالبانو د چاودنو او ويجاړوونکو بريدونو له امله زړه توري شوي او پر دې پوه دي چې د دولت تر واکمنۍ لاندې سيمې د هغو پرتله چې طالبان په کې واکمن دي، ابادې او پرمختللې دي.
هغه وويل: ((طالبانو هم خپل هدف سياسي لوري ته ډېر کړی او تمايل يې دا دی چې له دې لارې مخکې ولاړ شي، دا هم په پکتيا او شاوخوا سيمو کې د جګړې کمېدو يو علت دی.))
د ولايتي شورا غړی ممتاز کرخېل بيا وايي چې وسله والو طالبانو د جګړې تاکتيک بدل کړی چې په ځينو برخو کې جګړه کمه، خو په ځينو نورو کې بيا زياته شوې ده.
کرخېل پژواک ته وويل: ((دا به د جنګ اړخونو ته معلومه وي چې طالبان په کوم تاکتيک وروسته تللي يا مخ ته ځي، په ډېرو برخو کې جګړې شدت موندلی او په ډېرو برخو کې کمه ښکاري.))
د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ردوي چې ګواکې جګړه دې يې کمه کړې وي او وايي چې لا هم هره ورځ په بېلابېلو سيمو کې بريدونه کوي.
مجاهد پژواک ته وويل چې د هېوادونو او سازمانونو فشارونو هم د جګړې شدت نه دی راکم کړی او که د سولې لپاره د امريکا له خوا رښتيني ګامونه واخيستل شي، دوی ورته حاضر دي.
نوموړی د دوی ترمنځ خپلمنځي ستونزې هم نه مني او وايي چې د وسلې د کموالي او جنګياليو د زياتوالي له امله په نوبتي شکل خپل جنګيالي د جګړې ميدان ته لېږي.
د یادونې ده، تېر کال د جګړې د موسم په ورته حالت کې پر ګردېز سربېره په ځينو ولسواليو کې شاوخوا پنځلس پوستې سقوط شوې وې او درې ولسوالۍ د سقوط له جدي ګواښ سره مخ وې.
همدارنګه د ګردېز د کمربند پوستو بريدونه او د جګړې زياتېدو د ګردېز د سقوط زياتې اوازې هم خپرې کړې وې چې خلک سخت اندېښمن و، خو سږ د اوړي د موسم له پيل راهيسې امنيتي حالت څرګند توپير لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










