Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ  کې د لسګونو خيالي سيمه ييزو پوليسو امتيازات شخصي جېبونو ته ځي

مزارشريف (پژواک، ۸ زمری ۹۸): د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان وايي چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د لسګونه خيالي پوليسو موجوديت پر امنيتي وضعيت ناوړه اغېز کړی دی.

دوی زياتوي چې د يادو خيالي  سيمه ييزو پوليسو په نوم دولتي معاشونه او نور امکانات د قوماندانانو شخصي جېبونو ته ورځي.

د بلخ ولايت مقام هم په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د خيالي پوليسو موجوديت نه ردوي او زياتوي چې په تړاو يې جدي هڅې پيل شوې دي.

د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په درېیو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت او تشکيل جدي ارزونې او بيا کتنې ته اړتيا لري.

هغه وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، د بلخ د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې لسګونه خيالي پوليس شته چې په نوم يې دولتي معاش او امکانات راځي او د قوماندانانو شخصي جېبونو ته ځي.

حديد وويل: ((د بلخ به درېیو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل لرو خو متاسفانه که په يوه ولسوالۍ کې د ۲۰۰ سيمه ييزو پوليسو جوړښت موجود وي، نو له جملې څخه يې ۱۵۰ تنه عملاً حضور نه لري، يا ورک دي او يا يې هم له قوماندانانو سره لاره نيولې چې معاشونه، اعاشه او نور امکانات به يې اخلي.))

د ولايتي شورا رييس وايي چې سيمه ييزو پوليسو د بلخ د امنيت ټينګښت په برخه کې ډېره قرباني ورکړې خو زياتوي چې د منظم چوکاټ نه شتون له امله خپلسرۍ هم په کې شوې دي.

حديد زياته کړه چې اوس د بلخ امنيه قومانداني هڅه کوي څو د سيمه ييزو پوليسو ليکې د خيالي پوليسو له شتون څخه پاکې کړي.

د هغه په وينا، په تازه اقدام کې د بلخ امنيې قوماندانۍ د دغه ولايت د چمتال ولسوالۍ د ۱۰۰ سيمه ييزو پوليسو تشکيل ځکه کشندې ولسوالۍ ته انتقال کړ چې په خبره يې يادو سيمه ييزو پوليسو عملاً حضور نه درلود.

نوموړي وويل: ((زه تاييدوم چې د بلخ د سيمه ييزو پوليسو اکثريت يې خيالي دي، د خيالي پوليسو په نوم له دولت څخه راوتلي معاشونه به د محلي پوليسو د قوماندانانو او همدا راز د سيمه ييزو پوليسو د مسوولينو تر منځ وېشل کېدل.))

د هغه په خبره، حکومت بايد د سيمه ييزو پوليسو د موثريت په خاطر د ياد ځواک د تشکيل په منظمولو کې هڅه وکړي او همدا راز دې د بايومټريک له لارې د محلي پوليسو تشکيل و ارزوي.

د ولايتي شورا د رييس په خبره، په بلخ کې دې د سيمه ييزو پوليسو قربانۍ له ياده نه ايستل کېږي او همدا راز دې د ياد ځواک په ليکو کې د فساد د مخنيوي لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړای شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.