مزارشريف (پژواک، ۸ زمری ۹۸): د بلخ ولايتي شورا او مدني فعالان وايي چې په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د لسګونه خيالي پوليسو موجوديت پر امنيتي وضعيت ناوړه اغېز کړی دی.
دوی زياتوي چې د يادو خيالي سيمه ييزو پوليسو په نوم دولتي معاشونه او نور امکانات د قوماندانانو شخصي جېبونو ته ورځي.
د بلخ ولايت مقام هم په دغه ولايت کې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د خيالي پوليسو موجوديت نه ردوي او زياتوي چې په تړاو يې جدي هڅې پيل شوې دي.
د بلخ ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په درېیو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت او تشکيل جدي ارزونې او بيا کتنې ته اړتيا لري.
هغه وايي، د دوی د معلوماتو له مخې، د بلخ د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې لسګونه خيالي پوليس شته چې په نوم يې دولتي معاش او امکانات راځي او د قوماندانانو شخصي جېبونو ته ځي.
حديد وويل: ((د بلخ به درېیو ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو تشکيل لرو خو متاسفانه که په يوه ولسوالۍ کې د ۲۰۰ سيمه ييزو پوليسو جوړښت موجود وي، نو له جملې څخه يې ۱۵۰ تنه عملاً حضور نه لري، يا ورک دي او يا يې هم له قوماندانانو سره لاره نيولې چې معاشونه، اعاشه او نور امکانات به يې اخلي.))
د ولايتي شورا رييس وايي چې سيمه ييزو پوليسو د بلخ د امنيت ټينګښت په برخه کې ډېره قرباني ورکړې خو زياتوي چې د منظم چوکاټ نه شتون له امله خپلسرۍ هم په کې شوې دي.
حديد زياته کړه چې اوس د بلخ امنيه قومانداني هڅه کوي څو د سيمه ييزو پوليسو ليکې د خيالي پوليسو له شتون څخه پاکې کړي.
د هغه په وينا، په تازه اقدام کې د بلخ امنيې قوماندانۍ د دغه ولايت د چمتال ولسوالۍ د ۱۰۰ سيمه ييزو پوليسو تشکيل ځکه کشندې ولسوالۍ ته انتقال کړ چې په خبره يې يادو سيمه ييزو پوليسو عملاً حضور نه درلود.
نوموړي وويل: ((زه تاييدوم چې د بلخ د سيمه ييزو پوليسو اکثريت يې خيالي دي، د خيالي پوليسو په نوم له دولت څخه راوتلي معاشونه به د محلي پوليسو د قوماندانانو او همدا راز د سيمه ييزو پوليسو د مسوولينو تر منځ وېشل کېدل.))
د هغه په خبره، حکومت بايد د سيمه ييزو پوليسو د موثريت په خاطر د ياد ځواک د تشکيل په منظمولو کې هڅه وکړي او همدا راز دې د بايومټريک له لارې د محلي پوليسو تشکيل و ارزوي.
د ولايتي شورا د رييس په خبره، په بلخ کې دې د سيمه ييزو پوليسو قربانۍ له ياده نه ايستل کېږي او همدا راز دې د ياد ځواک په ليکو کې د فساد د مخنيوي لپاره جدي او عملي ګامونه پورته کړای شي.
ټولنيز فعال او د بخدي بنسټ مشر عطامحمد ساهو پژواک ته وويل چې له لويه سره په بلخ کې د سيمه ييزو پوليسو له جوړښت سره سليقوي چلند شوی دی.
هغه زياتوي چې د بلخ په سيمه ييزه اداره کې د بانفوذه اشخاصو او پخوانيو جهادي قوماندانانو له خوا د محلي پوليسو تشکيل جوړ شوی چې په ډېرو ځايونو کې يې د مثبتې ګټې پر ځای منفي اغېز کړی دی.
د هغه په وينا، په بلخ کې ډېری سيمه ييز پوليس د پخوانيو جهادي قوماندانانو خپل خپلوان او د سنګر ملګري دي چې يو شمېر يې بېخي فزيکي شتون هم نه لري خو په نوم يې معاشونه او دولتي امکانات اخيستل کېږي.
ساهو وويل: ((زموږ ملي پوليس او ملي اردو ځواکونه ډاډمن وو چې په ولسواليو کې سيمه ييز پوليس شته او د سيمو امنيت به ساتي خو خبر نه وو چې د يادو پوليسو نيمايي يې فزيکي حضور نه درلود او ډېر نور يې په شخصي کاروبار بوخت وو، هماغه وو چې د بلخ په چمتال، چهاربولک، شولګر او دولت اباد ولسواليو کې ډېرې سيمې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.))
دغه ټولنيز فعال غوښتنه کوي چې حکومت بايد د يوه پلاوي په ټاکلو سره په بلخ کې د سيمه ييزو پوليسو د جوړښت څرنګوالی وڅېړي او هغه کسان چې په ياد فساد کې ښکېل دي، ودې نيول شي.
ساهو ګواښ کوي، که په بلخ کې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د فساد، خپلسريو او سليقوي چلند مخه ونه نيول شي نو د دغه ولايت امنيتي وضعيت به نور هم کړکېچن شي.
په مزارشريف کې مدني فعال مجيب مومند هم وايي چې د سيمه ييزو پوليسو د ناسم تشکيل او نا سم مديريت له امله په بلخ کې امنيتي ستونزې زياتې شوې دي.
هغه وايي چې په يو شمېر سيمو کې پخوانيو قوماندانانو داسې کسان هم د پوليسو په تشکيل کې نيولي او معاشونه یې اخلي چې هغه اشخاص په بهرنيو هېوادونو کې اوسېږي.
د مومند په خبره، حکومت بايد يادې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.
نوموړی که څه هم په لومړيو کې د امنيتي وضعيت د کنټرول لپاره د سيمه ييزو پوليسو جوړول اغېزمن بولي خو زياتوي چې په وروستيو کې د يادو محلي ځواکونو په ليکو کې شته فساد او له دندې ناوړه ګټه اخيستنه اوج ته رسېدلې ده.
د پژواک خبريال د دغه راپور جوړولو پر مهال له يوه داسې ځوان سره مخ کېږي چې دوه کاله يې په بلخ کې د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کړې ده.
نوموړی خپل مستعار نوم (حميدالله) ښيي او وايي چې په چمتال ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس وو.
حميدالله وايي، ده د يوه قوماندان تر امر لاندې دنده ترسره کوله چې د ۴۰ سيمه ييزو پوليسو تشکيل يې درلود، خو زياتوي چې دغه قوماندان ټولټال ۱۵ سرتېري درلودل.
هغه زياتوي چې ډېری وخت به په داسې جګړو کې ښکېلېدل چې د مخالفينو شمېر به له دوی څخه دوه برابره زيات وو، خو قوماندان يې ځکه دوی مجبورول، چې جګړه وکړي، ځکه چې د څلويښت کسانو معاش او امتيازات به يې اخيستل.
د ده په وينا، دوه کاله يې دغه حالت وزغامه خو وروسته پوه شو چې پر سر يې معامله کېږي او پيسې اخيستل کېږي نو ځکه يې دنده پرېښوده.
حميدالله وويل: ((موږ پنځلس کسان وو خو د څلوېښت کسانو خواړه او خرڅ به راته راوړل کېده، اضافي به يې قوماندان خپل کور ته ووړ، د معاش د اخيستو پر وخت به قوماندان له يو يا دوه سيمه ييزو پوليسو سره ښار ته ورته، معاش به يې اخيست، زموږ معاشونه يې راکول او هغه کسان چې فزيکي حضور يې نه درلود، د هغوی معاش به قوماندان واخيست.))
هغه وايي چې د حکومت مسوولين هم پر دغه حالت خبر دي خو دا چې ولې يې په اړه اقدام نه کوي، دی هم نه پوهېږي.
د بلخ ولايت مقام هم د سيمه ييزو پوليسو په ليکو کې د خيالي سرتېرو شتون نه ردوي.
د والي وياند منير فرهاد وايي چې د دغه ولايت د منظمو امنيتي ځواکونو، لکه ملي پوليس، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو په ليکو کې هېڅ يو خيالي سرتېری موجود نه دی.
هغه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې وويل: ((د بلخ ملي پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې منظم دي، ټول بايومټريک شوي او خپل معاشونه په خپله له بانک څخه اخلي؛ ملي پوليسو کې خيالي سرتېري نشته خو د سيمه ييزو پوليسو او ولسي پاڅون کوونکو په ليکو کې د خيالي سرتېرو شتون نه شم ردولای.))
فرهاد زياته کړه چې سيمه ييز پوليس له حکومت سره قرارداد لري، ممکن د دوی په ليکو کې خيالي سيمه ييز پوليس هم وي.
نوموړی زياتوي چې د بلخ والي د دغه ولايت په امنيتي غونډه کې لارښوونه کړې چې د بلخ د سيمه ييزو پوليسو د تشکيل ارزونه دې وشي.
هغه زياته کړه، ولايت مقام د سيمه ييزو پوليسو ټولو قوماندانو ته خبرداری ورکړی چې که د تشکيل مطابق يې سيمه ييز پوليس حاضر نه وو، نو له دندې د لرې کېدو تر څنګ به يې تشکيل لغوه شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










