Language

پومپيو: ټرمپ تر راتلونکي کال پورې له افغانستانه د خپلو سرتېرو ايستل غواړي

کابل (پژواک، ٨ زمرى ٩٨): د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، ولسمشر ټرمپ غواړي چې د امریکا د راتلونکي کال تر ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له افغانستانه د خپلو سرتېرو ایستلو لړۍ پیل کړي.

د امريکايي رسنيو د راپورونو له مخې، پومپيو دا څرګندونې په واشنګټن کې کړې دي.

تاکل شوې ده چې د ٢٠٢٠ په نومبر مياشت کې په امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

پومپيو ويلي چې له ولسمشر ټرمپ څخه يې داسې يوه سپارښتنه ترلاسه کړې چې تر راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو له افغانستانه سرتېري وباسي.

ولسمشر ټرمپ د تېرو ټاکنو په کمپاینونو کې ویلي وو چې له افغانستانه به خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې به خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکي کېږدي.

خو واک ته له رسېدو وروسته یې افغانستان ته نور ځواکونه واستول او د خپلو قوماندانانو واکونه یې هم زیات کړل.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا له څو مياشتو راهيسې له طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړې دي، خو لا کومې پايلې ته نه دي رسېدلي.

خو مایک پمپیو وايي چې له طالبانو سره خبرو کې رښتینی پرمختګ شوی او هغه پر دغه پرمختګ خوښ دی.

د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا ځانګړی سلاکار زلمی خلیلزاد په کابل کې دی او ټاکل شوې چې له کابله مخامخ قطر ته ولاړ شي چې له طالبانو سره د مذاکراتو اتم پړاو پیل کړي.

د افغانستان او امريکا حکومتونو له دې مخکې ويلي وو چې د ځواکونو ايستل به مشروط وي.

login or register a new account.