ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په شنډنډ کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

د هرات په شنډنډ کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
1 Aug 2019 - 17:05
د هرات په شنډنډ کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
1 Aug 2019 - 17:05

د هرات ښار (پژواک، ۱۰ زمری ۹۸): د هرات سیمه ييزې سرچینې وایي چې د هرات په شینډنډ ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو د کسانو ترمنځ نښته کې تر اوسه پنځه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

په شینډنډ کې یوه قومي مشر تورمحمد ظریفي پژواک خبري اژانس ته وویل چې له نن سهاره راهيسې د ملا رسول او ملا هیبت الله د کسانو ترمنځ د یادې ولسوالۍ په نصراباد، پای کشک او پایین بازار سیمو کې جګړه روانه ده.

نوموړي زیاته کړه چې د دې نښتې په پایله کې د درېیو ښځو او يوه ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

دی وايي چې د یادې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دواړو خواوو په جنګ کې را ګیر دي او ښايي ځیني يې ټپیان شوي وي.

ده زیاته کړه، اوس مهال د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

په ورته وخت کې د شینډنډ ولسوال حکمت حکمت له تایید سره سره خپله طالبانو هم منلې چې په دې نښته کې دوه ښځې وژل شوې او پنځه نور کسان  ټپیان دي.

نوموړی زیاته کړه، دوه تنه په یوه کور د هاوان مرمۍ لګېدو له امله وژل شوي او پاتې نور په مرمیو لګېدلي او ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات د عامې روغتیا ريیس عبدالحکیم تمنا وايي چې د یادې پېښې ټپیان د شینډنډ شفاخانې ته لېږدول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.