Language

د افغانستان او پاکستان خاوره د یو بل پر ضد نه کارول به د  سولې د تړون مهمه برخه وي

کابل (پژواک، ۱١ زمری ۹۸) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي چې پاکستان او افغانستان باید ددې ضمانت وکړي چې ددغو دوو هیوادونو له خاورې څخه د یو بل پر ضد ګټه نه اخیستل کیږي.

خلیلزاد دغه څرګندونې  پاکستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پای کې کړې دي.

هغه د زمري په ۱۲مه، په ټویټر کې لیکلي، چې د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې یې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه‌ محمود قریشي او ددې هیواد د لوی درستیز، قمر جاوید باجوه سره یې جلا جلا  لیدنې کتنې کې کړې دي.

د نوموړي په وینا، په لیدنو کې واشنګټن ته د عمران خان پر سفر، پر راتلونکو پلانونو او دافغان سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې.

خلیزاد لیکلي : " په دې لیدنو کې په افغان سولې پروسه کې د پاکستان پر رول او دا چې دوی په راتلونکي کې څه همکاري کولی شي هم بحث وشو. "

هغه زیاته کړې : "سوله د افغانستان او پاکستان له لورې ضمانت کولو ته اړتیا لري چې د هیڅ یو هیواد خاوره به د بل د ګواښولو لپاره نه کارول کیږي. دغه تضمین د یو هر اړخیز بین الافغاني توافق سربیره، سیمه ایزو اقتصادي همکاریو زیاتولو او پرمختیا ته لاره برابروي".

تر دې دمخه افغانستان او پاکستان دواړو یو بل ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړي او دغه ډلې یې په خپلو هیوادونو کې د ناامنیو مسولې ګڼلې دي.

د افغانستان حکومت په وار وار له امریکا غوښتي چې پر پاکستان باندې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په خاطر فشار راوړي. دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی امریکایي مقام ددغو دوو هیوادونو د تضمین خبره کوي چې د خپلو خاورو څخه به د یو بل پر ضد ګټه انه اخلي.

خلیلزاد پاکستان ته د سفر په پاې کې دوحه ته لاړ، چې د اټکل سره سم د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو اتم پړ په ترڅ کې وروستنۍ موافقه ترلاسه کړي.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا هم اسلام اباد ته د خلیلزاد د سفر په پای کې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له ځایی مشرانو سره یې ګټورې او مثبتې لیدنې کړې دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دوی په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د مثبت رول او راتلونکو همکاریو همکاریو باندې هم خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې راغلي، د سولې پروسې د بریالیتوب لپاره اړینه ده، چې د افغانستان او پاکستان خاوره د یو بل پر ضد ونه کارول شي  او دا موضوع به د افغان سولې د تړون مهمه برخه وي.

login or register a new account.

Related Topics