Language

د ولسمشرۍ کاندید زلمي رسول د اشرف غني ملاتړ اعلان کړ

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۹۸) : دولسمشرۍ ټاکنو کاندید ډاکټر زلمی رسول په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د اشرف غني د ملاتړ اعلان کړی دی.

د اشرف غنی په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیز ټیم یوې باوري سرچینې د زمري په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې زلمی رسول له خپلې کاندیداتورۍ تیر شوی او ددوی د ټکټ ملاتړ یې اعلان کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې زلمی رسول به ډیر ژر په یوه خبري کنفرانس کې له اشرف غني څخه خپل ملاتړ اعلان کړي.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه ترسره شي، دې ټاکنو لپاره د زلمي رسول په ګډون ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړي دي.

د کابل پخوانی والي عبدالجبار تقوا او د بامیان پخوانی والي غلام علي وحدت د زلمي رسول سره د مرستیالانو په توګه ټاکل شوي وو.

زلمي رسول په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم کاندید و، چې له ټولو رایو څخه یې ۱۱ سلنه رایې ګټلې وې ، خو په دویم پړاو ټاکنو کې د ډاکټر عبدالله ملاتړ یې اعلان کړی و.

هغه د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت دسلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي.

که څه هم هغه د اشرف غني ملاتړ اعلان کړی، خو دراتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د رایو په پاڼو کې به یې نوم او عکس وي، ځکه چې د رایو د پاڼو د چاپولو پروسه پیل شوې ده.

login or register a new account.