Language

افغانستان د کرکټ د معلولينو نړيوال جام کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک، ١٥ زمرى ٩٨): د معلوليت لرونکو وګړو د کرکټ نړيوال جام سياليو کې د افغان معلولينو لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د معلولينو د کرکټ شل اووريز نړيوال جام سيالۍ پرون په انګليستان کې پيل شوې چې افغانستان خپله لوبه له بنګله دېش سره ترسره کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا د زمري په ١٥مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بنګله دېش د معلولينو لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه وکړه.

د بنګله دېش لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اورونو کې ١٣٨ منډې جوړې کړې او افغانستان ته يې د ١٣٩ منډو هدف ورکړ.

د افغان توپ اچوونکو له لوري طفيل او جميل درې -درې، زبير دوه او شېرين اغا يو لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان د معلولينو کرکټ لوبډلې ياد هدف د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په شپاړسم اوور کې ترلاسه کړ او لوبه يې په اتو ويکټو وګټله.

په توپوهنه کې د افغانستان له لوري محمد اشرف ۸۱ ناسوځېدلې، جميل ۳۸ او محمدالله ۱۶ منډې جوړې کړې.

محمد اشرف د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان به خپله دويمه لوبه نن  له پاکستان سره ترسره کړي.

login or register a new account.