Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د مزارشریف- جلال اباد ښارواليو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسليک شو

مزارشريف (پژواک، ۱۵ زمری ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مزار- جلال اباد ښارواليو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسليک شو.

د تړون د لاسليکېدو دغه پروګرام د زمري په ۱۵مه په بلخ ولايت مقام کې جوړ شوی و چې د ننګرهار او بلخ ښارواليو مسوولينو تر څنګ د دواړو ولايتونو ګڼو چارواکو هم په کې برخه اخيستې وه.

د افغانستان د ښارواليو عمومي معين عبدالباقي پوپل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه هوکړه ليک له مخې به يو شمېر عمده مسايلو ته جدي پاملرنه کېږي.

د مزار او جلال اباد ښارونو ترمنځ يووالی او صميميت رامنځته کول چې د جګړو په کلونو کې خلک له يو بل څخه لرې پاتې شوي وو.

د هغه په خبره، اوس به د ننګرهار ښاروالي زمينه سازي کوي چې جلال اباد ښاريانو ته مزارشريف د تاريخي سيمو د ليدو او سياحت زمينه برابروي او مزارښاروالي به هم د دې عکس کار کوي.

نوموړي وويل چې له دې لارې دوی غواړي څو د مزار مېشتي سوداګر په ننګرهار کې پانګونه وکړي او د ننګرهار تجاران په مزارشريف ک پانګونې ته مخه کړي.

پوپل زياته کړه چې له دې لارې دوی غواړي د مزار او ننګرهار پوهنتونونه او يو شمېر ادارې له يو بل سره وصل کړي څو د ښارونو په پراختيا او ښې حکومتولۍ کې له ګډو تجربو کار واخيستل شي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم په خپلو خبرو کې د مزار او جلال اباد ښارواليو ترمنځ د همکارۍ تړون د اقتصادي، فرهنګي او سوداګريزې پراختيا په برخه کې ښه ګام وباله.

نوموړي وويل چې په بلخ کې سوداګرۍ وده کړې، اقتصاد ښه شوی او د خپل ټرانزيټي اهميت په لرلو سره له جلال اباد ښار سره ډېره مرسته کولای شي.

رهګذر زياته کړه: ((څلور لسيزې کېږي چې افغانان د قوم، ژبې او مذهب په نوم وژل کېږي، اوس وخت را رسېدلی چې ښارونه له يو بل سره وصل شي او خلک په يووالي کې ژوند وکړي.))

هغه وويل چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د افغانستان اړيکو په ښه کېدو سره په مزارشريف کې تجارتي وضعيت مثبت پرمختګ کړی چې په وينا يې دوی په دې برخه کې له ننګرهار سره هم همکارۍ ته تيار دي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال روح الله اميني پژواک ته وويل چې د دغه تړون له لاسليک وروسته به له هغو فرصتونو استفاده وشي چې په مزار او ننګرهار کې موجود دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.