منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۴ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د مزارشریف- جلال اباد ښارواليو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسليک شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۵ زمری ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د مزار- جلال اباد ښارواليو ترمنځ د همکارۍ تړون لاسليک شو.

د تړون د لاسليکېدو دغه پروګرام د زمري په ۱۵مه په بلخ ولايت مقام کې جوړ شوی و چې د ننګرهار او بلخ ښارواليو مسوولينو تر څنګ د دواړو ولايتونو ګڼو چارواکو هم په کې برخه اخيستې وه.

د افغانستان د ښارواليو عمومي معين عبدالباقي پوپل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه هوکړه ليک له مخې به يو شمېر عمده مسايلو ته جدي پاملرنه کېږي.

د مزار او جلال اباد ښارونو ترمنځ يووالی او صميميت رامنځته کول چې د جګړو په کلونو کې خلک له يو بل څخه لرې پاتې شوي وو.

د هغه په خبره، اوس به د ننګرهار ښاروالي زمينه سازي کوي چې جلال اباد ښاريانو ته مزارشريف د تاريخي سيمو د ليدو او سياحت زمينه برابروي او مزارښاروالي به هم د دې عکس کار کوي.

نوموړي وويل چې له دې لارې دوی غواړي څو د مزار مېشتي سوداګر په ننګرهار کې پانګونه وکړي او د ننګرهار تجاران په مزارشريف ک پانګونې ته مخه کړي.

پوپل زياته کړه چې له دې لارې دوی غواړي د مزار او ننګرهار پوهنتونونه او يو شمېر ادارې له يو بل سره وصل کړي څو د ښارونو په پراختيا او ښې حکومتولۍ کې له ګډو تجربو کار واخيستل شي.

د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر هم په خپلو خبرو کې د مزار او جلال اباد ښارواليو ترمنځ د همکارۍ تړون د اقتصادي، فرهنګي او سوداګريزې پراختيا په برخه کې ښه ګام وباله.

نوموړي وويل چې په بلخ کې سوداګرۍ وده کړې، اقتصاد ښه شوی او د خپل ټرانزيټي اهميت په لرلو سره له جلال اباد ښار سره ډېره مرسته کولای شي.

رهګذر زياته کړه: ((څلور لسيزې کېږي چې افغانان د قوم، ژبې او مذهب په نوم وژل کېږي، اوس وخت را رسېدلی چې ښارونه له يو بل سره وصل شي او خلک په يووالي کې ژوند وکړي.))

هغه وويل چې د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د افغانستان اړيکو په ښه کېدو سره په مزارشريف کې تجارتي وضعيت مثبت پرمختګ کړی چې په وينا يې دوی په دې برخه کې له ننګرهار سره هم همکارۍ ته تيار دي.

د جلال اباد سرپرست ښاروال روح الله اميني پژواک ته وويل چې د دغه تړون له لاسليک وروسته به له هغو فرصتونو استفاده وشي چې په مزار او ننګرهار کې موجود دي.

د هغه په وينا، بلخ او ننګرهار ولايتونه د ګمرکونو لرونکي دي چې د مديريت او ښې استفادې په برخه کې يې همغږۍ او د يو بل همکارۍ ته اړتيا لري.

نوموړي وويل، هڅه کوي له دې لارې خلکو ته د کاري، فرهنګي او اقتصادي چارو د ودې زمينه سازي وکړي.

د افغانستان د ښارواليو عمومي معينيت وايي، پلان لري څو د افغانستان لوی او کليدي ښارونه له يو بل سره وصل کړي څو خلکو ته ټولنيزې اسانتياوې رامنځته شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست