Language

دافغانستان د څار اداره جوړه شوه

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۹۸) د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست عالي مقام د۵۶ ګڼې فرمان پر اساس، د افغانستان د څار اداره جوړه او مېرمن غزال حارس په خارج رتبه بست کې د یادې ادارې د مسؤلې په توګه وګمارل شوه.

په فرمان کې راغلي چې د څار اداره د اداري فساد پر ضد د موثرې مبارزې او د شکایتونو ترلاسه کولو له لارې د لوړپوړو حکومتي چارواکو د فعالیتونو د څارنې په موخه، جوړه شوې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوریت د څار ادارې مسؤوله د قانون د حاکمیت او د اداري فساد پر ضد د مبارزې عالي شورا غړیتوب لري او همداراز دغه اداره مکلفه ده، چې په درې میاشتو کې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د یادې ادارې د قانون طرحه ترتیب اوپړاوونه یې بشپړ کړي.

 

login or register a new account.