Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سمنګانۍ ښځې: حکومت او طالبان دې پر تلپاتې سوله هوکړه وکړي

ایبک (پژواک،۲۰ زمری ٩٨): د سمنګان اوسېدونکې د نورو ولایتونو د خلکو په څېر اختر په ځاګړو دودونو لمانځي او له حکومته غواړي چې جګړه ختمه کړې او د تل پاتې سولې لپاره هوکړې ته ورسېږي.

مسلمانان په ټوله نړۍ کې په یوه کال کې دوه اخترونه (لوی او کوچنۍ اختر) لمانځي.

افغانان هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو ډولونو د اختر لمانځنه کوي، د نوو جامو اغوستل، د بېلابېلو خوړو په ځانګړې توګه خوږو برابرول، د خپلوانو او ملګرو کورونو ته ورتلل د افغانانو ګډ دودونه دي.

د سمنګان اوسېدونکي په ځانګړې توګه ښځې یوه میاشت مخکې اختر ته تیاری نیسي او دغه ورځې په ډېره خوښۍ لمانځي.

د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د اسیاباد کلي اوسېدونکي ۵۰ کلنې بي بي حوا پژواک ته وویل: ((موږ له یوې ــ دوو میاشتو مخکې اختر ته تیاری نیسو، پاک کاري، د توکو اخیستل ټول وخت ته اړتیا لري.))

 بي بي حوا چې ایبک ښار ته د پېر لپاره راغلې وه، وویل، په هر اختر کې ۲۱ کیلوګرامه بادام پېري ځکه ماشومانو ته بادام د اختري په توګه ورکوي.

نوموړي زیاته کړه: ((په سمنګان کې یو رواج دی چې د اختر په درېیو ورځو کې ښځې چېرته نه ځي، د مېلمنو هرکلی کوي او له اختر وروسته ډلې، ډلې د یو بل کور ته ځو او له یو بل سره خوښي لانځو.))

د هغې په خبره، پخوا چې په افغانستان کې امن او ارامي وه، د اختر ډېره لمانځنه کېده او زیاته یې کړه: ((اوس زړونه ارام نه دي او د پخوا په څېر دومره تګ راتګ نه کوو، ډېر لګښت نه کوو، ټول خلک په ستونزو کې راګیر دي، کاش چې سوله او ارامي شي.))

نوموړې له حکومت او طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي او د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره استوار ګامونه واخلي؛ ځکه ټول خلک په ځانګړې توګه ښځې له جګړې ستړې شوې دي.

دغه راز ضیاګل نصري چې د اختر لمانځلو لپاره یې ځانګړی تیاری نیولی وویل، د سمنګان اوسېدونکي عموماً د خوږو تر څنګ د قربانۍ له غوښې هم یوه اندازه پخوي او مېملنو ته یې ورکوي.

نوموړې دې ته په اشاره چې د کورنۍ لپاره یې د توان برابر نوې جامې اخیستې زیاته کړه: ((په ولسوالیو کې زیاتره ښځې خپلې جامې په کورونو کې جوړوي چې ډېرۍ په زرقو او برقو جوړېږي.))

خو نوموړې وویل، په ښار کې ډېری ښځې عصري شوې او هغه کسان چې په ښار کې ژوند کوي خپلو ماشومانو ته له اختر مخکې په بهره (هند، پاکستان، ترکیه او چین) په ځانګړو ډیزاینونو جوړې شوې جامې پېري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.